ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د کندهار د تېرې میاشتې خونړي برید ځینې عاملین نیول شوي

چارواکي: د کندهار د تېرې میاشتې خونړي برید ځینې عاملین نیول شوي

author avatar
9 Nov 2021 - 12:14
چارواکي: د کندهار د تېرې میاشتې خونړي برید ځینې عاملین نیول شوي
author avatar
9 Nov 2021 - 12:14

کندهار (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۰): د کندهار امنیه قوماندان وايي، د هغه خونړي برید ځینې عاملین یې نیولي چې درې اوونۍ وړاندې د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د اهل تشیع په یوه جامع جومات کې وشو.

دغه برید چې د دوو ځانمرګو بریدګرو له خوا د جمعې لمانځه پر مهال شوی و، لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه چې مسوولیت یې داعش ډلې ومانه.

د کندهار امنیه قوماندان مولوي عبدالغفار محمدي په یوه خبري غونډه کې وویل، د یادې شوې خونړۍ پېښې په اړه د دوی څېړنې او پلټنې اوس هم روانې دي چې په تړاو یې ځینې کسان نیول شوي هم دي.

هغه زیاته کړه، که څه هم د دغې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و، خو دغه ډله په کندهار کې کمزورې ده.

دی وايي: ((د کندهار د خونړۍ پېښې او داعش ډلې سره په تړاو مو ځینې کسان نیولي، ځینې مشکوک کسان بېرته خوشې شوي خو له نورو لا هم پلټنې روانې دي.))

نوموړي وویل، په کندهار کې یې د لا ښه امنیت او د دغسې بدو پېښو د نه تکرار په موخه کشفي او استخباراتي فعالیتونه ډېر کړي دي.

هغه زیاتوي: ((په کندهار کې مو تر خپله وسه ګزمې او چک پواینټونه زیات کړي، ولس ته ډاډ ورکوو چې امنیتي ساتونکي د هر ډول پېښو د مخنیوي لپاره چمتو دي.))

د کندهار امنیه قوماندان د خپلو خبرو پر مهال له خبریالانو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ حقایق دې تر ولس پورې ورسوي.

یو شمېر خبریالانو خپلې ستونزې او اندېښنې هم له امنیه قوماندان سره شرېکې کړې.

ځینې خبریالانو وویل چې ډېر مهال په کندهار ښار کې د کار پر مهال د امنیتي کسانو له خوا ستونزې ورته جوړېږي، د کار مخنیوی یې کېږي او یا هم د ځینو موضوعاتو پر سر امنیتي حوزو ته ور غوښتل کېږي.

خو امنیه قوماندان ډاډ ورکړ چې خبریالانو ته به هیڅوک ستونزه نه جوړوي او هغوی کولای شي په پوره ډاډ خپلې چارې مخ ته یوسي.

Views: 713

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.