Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خبریالانو په نوم بهر ته په انتقال شوو کې  ۷۰ سلنه نور کسان دي

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه وایي، هغه کسان چې د خبریالانو په نوم بهرنیو هېوادونو ته تللي، یوازې ۳۰ سلنه یې خبریالان او نور ټول عادي کسان دي.

دغه څرګندونې د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې مطبوعاتي مسوول مسرور لطفي د لړم په ۱۸مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل، داسې اسناد ورسره شته چې یو شمېر بنسټونو د خبریالانو له نومونو ناوړه ګټه اخیستې او د خبریالانو په نوم یې نور خلک بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي.

دی وایي، کوم کسان چې د خبریالانو په نوم بهرنیو هېوادونو ته تللي، یوازې ۳۰ سلنه یې خبریالان او نور ټول عادي کسان دي.

نوموړي وویل: ((هغه نهادونه چې د خبریالانو له نوم څخه یې ناوړه ګټه اخیستې، که له دغو کارونو لاس وانخلي نو موږ به يې نومونه رسنیز کړو.))

هغه زیاته کړه، په دې اړه یې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي چې د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه استفاده کوونکو مخنیوی دې وکړي.

لطفي وویل، که بهرني نهادونه غواړي چې له افغانستان څخه خبریالان نورو هېوادونو ته ولېږدوي نو دا پروسه دې د یوه منظم مکانیزم له مخې له دغې اتحادیې سره په همغږي مخ ته یوسي.

د ده په خبره، له یو شمېر نهادونو سره یې خبرې کړي څو له هغو خبریالانو سره مرسته وکړي چې دندې یې له لاسه ورکړي او اقتصادي ستونزي لري.

دی وایي، ځینو بنسټونو په ولایتونو کې له یو شمېر هغو خبریالانو سره نغدي مرستې کړي چې اقتصادي ستونزې یې لرلې.

د یادونې ده چې د تېر حکومت له سقوط وروسته د نورو تر څنګ ګڼ شمېر کسان د خبریالانو په نوم له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته تللي چې په اصل کې خبریالان نه دي.

دغې چارې د خبریالانو او د خبریالانو د بسنټونو غبرګونونه راپارولي او په دې برخه کې د عدالت غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.