ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خبریالان له اقتصادي ستونزو کړېږي

د هلمند خبریالان له اقتصادي ستونزو کړېږي

author avatar
10 Nov 2021 - 17:37
د هلمند خبریالان له اقتصادي ستونزو کړېږي
author avatar
10 Nov 2021 - 17:37

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): د هلمند خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي نه حکومت او نه هم نورو بنسټونو کومه مرسته ورسره کړې ده.

ډېری دغه خبریالان وايي چې دندې یې له لاسه ورکړي او اړ شوي له مسلک ها خوا نورو کارونو ته مخ کړي.

وحید الله وحدت چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې په دغه ولایت کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی، اوس خټګري کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې څو میاشتې یې معاش وانخیست او دنده یې له لاسه ورکړه، اړ شو خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره روزانه مزدوري وکړي.

ده زیاته کړه، که څه هم ډېره سخته ده خو اوس خټګري کوي او له دې لارې د خپلو اولادونو د خېټو مړولو هڅه کوي.

په هلمند کې سیمه ییز خبریال حضرت محمد روحاني وايي، د خپل ورور عبدالصمد روحاني- چې کلونه مخکې له بي بي سي او پژواک سره خبریال و او ووژل شو- د کورنۍ په ګډون دوه کورنۍ ور تر غاړې دي.

دی وايي، په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي، اوسمهال چې له خپلې ادارې کوم معاش تر لاسه کوي بسنه نه ورته کوي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې ژمی را روان دی، حیران دی چې څنګه به د خپلو دوو کورنیو ساتنه او پالنه کوي.

ده ګیله وکړه چې خبریالان هېر کړای شوي دي، نه حکومت او نه هم نور بنسټونه سر پرې ګرځوي.

په هلمند کې د باختر اژانس خبریال ګل محمد غوزځنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې يې معاش نه دی اخیستی، که برخلیک یې معلوم نه شي نو اړ دی چې دنده پرېږدي.

خو دی وايي، که دنده پرېږدي هم نو حیران دی چې څه به کوي، ځکه اوس خو نه کار شته او نه روزګار.

دی له حکومت او د خبریالانو د دفاع له بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو لاسنیوی وکړي.

د سکون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو د نشراتو مدیر حافظ نصرت الله وايي، په دې وروستیو کې نه یوازې خبریالان بلکې سیمه ییزې راډیوګانې هم له مالي ستونزو سره مخ دي چې ډېرو خپرونې هم درولې دي.

هغه زیاته کړه: ((د اوسني نظام په راتګ په هلمند کې ډېرو سیمه ییزو رسنیو خپل فعالیت درولی دی، که حالت همداسې دوام وکړي نو ټولې رسنۍ به خپل فعالیت ودروي او ټول کارکوونکي به یې دندې له لاسه ورکړي.))

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرسیتال مولوي محمد قاسم ریاض هم مني چې رسنۍ او خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه پژواک ته وویل، که نړیوال د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي نو نه یوازې ادارې به فعالې شي بلکې د رسنیو او خبریالانو ستونزې به هم حل شي.

هلمند مېشتي خبریالان په داسې حال کې له اقتصادي او نورو ستونزو شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د بست په نوم یوې سیمه ییزې راډیو هم خپل فعالیت ودرواه.

Views: 266

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.