ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په کابل کې دوه درمل پلورونکي تښتول شوي

تېره اوونۍ په کابل کې دوه درمل پلورونکي تښتول شوي

author avatar
10 Nov 2021 - 18:50
تېره اوونۍ په کابل کې دوه درمل پلورونکي تښتول شوي
author avatar
10 Nov 2021 - 18:50

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د درملو خدماتو ټولنه د سوداګرو د خوندیتوب پر نه موجودیت اندېښنه څرګندوي او وايي چې تېره اوونۍ په کابل کې دوه درمل پلورونکي تښتول شوي دي.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکي د سوداګرو د امنیت ټینګښت لپاره د لازمو تدابیرو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۲ اختطاف کوونکي نیول شوي او ۱۲ اختطاف شوي کسان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.

د افغانستان د دوايي خدمتونو اتحادیې د مشرتابه پلاوي غړي محمد قاسم پژواک ته وویل چې د حکمت احسان او حاجي راشد د درملو وارداتي شرکت مالک او سادان رحیمي د درملو وارداتي شرکت مالک کابل کې اختطاف شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې هېواد کې یوازې د درملو سکټور برخې څلور کسان اختطاف شوي دي.

هغه وویل، له یادو څلورو کسانو درې کسان د اوسني حکومت او یو بل کس د مخکني حکومت پر مهال اختطاف شوي دي.

نوموړی وايي، د سوداګرو او پانګوالو اختطاف هغه ستونزه ده چې له مخکې موجوده وه او اوس هم دوام لري.

هغه د سوداګرو په ځانګړې توګه درملو د سوداګرو پر اختطاف جدي نیوکه وکړه او ویې ویل: ((فکر مو کاوه چې د اسلامي امارت په راتګ سره به اختطاف او غلا په بشپړ ډول له منځه لاړ شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.))

هغه زياته کړه، چې موضوع يې څو ځلې له اړونده مسوولینو لکه اړونده حوزې، امنيه قوماندان او د کابل له والي سره شریکه کړې ده؛ خو اوس دوه سوداګر له تښتوونکو سره شپې او ورځې تېروي.

هغه زياته کړه، کوم کسان چې برمته کېږي، د هغوى ټوله سرمايه ترې اخيستل کېږي او له خوشې کېدو وروسته په داسې ټولنه او شرايطو کې د پخوا په څېر ژوند کول ګران کار دى.

د افغانستان د درملو د خدمتونو اتحاديې دې غړي له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې انسان تښتوونګي ونیسي او جزا ورکړي څو د نورو لپاره پند شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي د درملو سوداګر کارونه ودروي او خپله سرمایه وباسي.

د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له څه مودې راهيسې د سوداګرو له خوا د دوی د امنیت په تړاو شکايتونه ثبت شوي او وزارت يې د حل لپاره جدي اقدامات ترسره کوي.

نوموړي وویل چې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو په برخه کې د ملي سوداګرو پر وړاندې شته ستونزو او ننګونو حل ته ژمن دى او زیاته یې کړه چې د سوداګرو د امنيتي ستونزو د هواري لپاره جدي کار روان دى.

نوموړی وایي، په مخکني نظام کې سوداګرو ته د وسلې ګرځولو اجازه ورکړل شوې وه او اوسنی نظام هم هڅه کوي چې د ځینو تخنیکي ستونزه تر حل وروسته، سوداګرو ته د وسلې ګرځولو نوي جوازونه ووېشي.

د هغه په خبره، ټول شاهدان دي چې په دې وروستیو کې یو شمېر ملي سوادګر د تښتوونکو له منګولو راخوشي شوي او امنیتي ځواکونه د سوداګرو د امنیت ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

د استخباراتو د عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول خلیل همراز نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۲ انسان تښتوونکي نیول شوي او ۱۲ تښتول شوي کسان د هغوی له منګولو خوشې شوي دي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.