ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخکني حکومت دوه پوځيان په تخار کې وژل شوي

د مخکني حکومت دوه پوځيان په تخار کې وژل شوي

author avatar
10 Nov 2021 - 13:57
د مخکني حکومت دوه پوځيان په تخار کې وژل شوي
author avatar
10 Nov 2021 - 13:57

تالقان (پژواک، ١٩ لړم ١٤٠٠): په تخار کې سيمه ييز مسوولين وايي چې د پخواني حکومت دوه تنه پوځيان په چاه اب ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي انصارالله انصاري د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ په چاه اب ولسوالۍ کې د پخواني حکومت دوه تنه پوځيان وژل شوي دي.

هغه وايي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی خو په اړه يې جدي پلټنې پيل شوې دي.

بل لورته د تخار اوسېدونکي له حکومتي مسوولينو غوښتنه کوي چې د پخواني حکومت د کارکوونکو د وژل کېدو جدي مخنيوی دې وکړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ځينو ولايتونو کې په مرموز ډول يو شمېر کسان وژل کيږي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.