لښکرګاه (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): د هلمند د بُست روغتون مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېر په پرتله د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده.
هغوی یې لامل د لارو خلاصېدل ګڼي چې اوس حامله مېرمنې کولای شي په اسانۍ تر روغتون پورې ځانونه ورسوي.
خو بلخوا بیا ناروغان وايي چې په دغه روغتون کې یې سمه درملنه نه کېږي.
د بست روغتون سرطبیب ډاکټر محمد اکبر بارک پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه روغتون کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ ميندو ماشومان زېږوي چې د روغتیاپالانو له خوا یې ښه څارنه او پالنه کېږي.
هغه زیاته کړه، دا چې پخوا په ولسوالیو او ښار تر پر غځېدلو لارو جګړې وې او ميندې په اسانه تر روغتونه شوای رسېدلای، د مور او ماشوم دواړو مرینه ډېره وه.
خو دی وايي، له هغه وروسته چې جګړې درېدلې او لارې خلاصې شوې، اميندوارې مېرمنې په ډېرې اسانۍ تر روغتون پورې ځانونه رسوي او دلته یې په سالمه توګه د لنګون چارې ترسره کېږي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې په دغه روغتون کې د نسايي ولادي ناروغانو ترڅنګ نورو ناروغانو ته هم غوره خدمات وړاندې کېږي چې د امنیت له ټینګښت راهیسې یې په شمېر کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی.
خو یو شمېر ناروغان بیا د دغه روغتون له خدماتو شکایت کوي او وايي، سمه درملنه یې نه کېږي.
د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله او د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکی شېرمحمد چې دواړه دغه روغتون ته د درملنې لپاره راغلي، پژواک ته وویل، پخوا د دغه روغتون خدمات ډېر ښه وو خو اوس هغسې نه دي.
دوی وايي: ((پخوا روغتیاپالانو د ناروغانو ډېره ښه درملنه کوله، خو اوس ناروغانو ته چندان پاملرنه نه کېږي او نوبت هم په ځنډ ور رسېږي.))
دغه راز دوی دا هم وویل چې په ولسوالیو کې یې روغتیايي خدمات نشته نو ځکه اړ دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره ولایتي روغتون بوځي.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې روغتیايي خدمات دې ولسوالیو ته هم وغځول شي.
بست د هلمند یوازېنی روغتون دی چې هره ورځ د بېلابېلو ولسوالیو سلګونه ناروغان مراجعه ورته کوي چې په دې لړ کې د حامله مېرمنو شمېر ډېر دی.
له دغه روغتون سره په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه/MSF . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.