ګردېز (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): په پکتیا کې دوه ښځې وژل شوې او جسدونه یې د مرکز ګردېز اړوند سیمه کې موندل شوي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالق یار احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دواړه ښځې تېره شپه پر ډزو وژل شوې او جسدونه یې نن موندل شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((زموږ لومړني معلومات دا دي چې وژل شوې ښځې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکې وې او پر ډزو وژل شوې دي.))
دی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دوی پکتیا ته څنګه راغلې وې او ولې وژل شوې دي؟
د ده په خبره، هڅې یې پیل کړې چې د وژل شوو ښځو خپلوان پیدا کړي او جسدونه یې ور وسپاري.
دغه راز ده وویل چې امنیتي مسوولینو پلټنې پيل کړې څو د پېښې څرنګوالی معلوم کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې په پکتیا کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان په مرموز ډول وژل شوي وو، خو دا لومړی ځل چې دغسې یوه پېښه کېږي.
Views: 2555
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن