کابل(پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرست، افغان سوداګرو ته د پنځه کلنې ویزې د ورکړې، د بس خدمتونو په وسیله د مسافرو د لېږد سیستم د بېرته فعالېدو او د پاکستان له لارې هېواد ته د هند د ۵۰ زره ټنه مرستې غنمو د انتقال اجازه پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر لاسته راوړنې وبللې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د لړم په ۲۰ مه د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ.
مسوولینو ویلي وو چې متقي به په دغه سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصاد او د افغانانو د تګ راتګ پر مهال د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.
د سوداګرۍ وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي چې د یاد پلاوی غړی و، نن د لړم په ۲۳مه یوه خبري ناسته کې د دغه سفر د لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
هغه یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او وویل، هوکړه وشوه چې په ځینو مسایلو لکه له د توکو د لېږد رالېږد له تیر (TIR . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن