کابل(پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د کرکټ نړیوال شل اووریز جام پای لوبه نن د اسټرالیا او نیوزلېنډ تر منځ کېږي.
دغه سيالۍ د اکتوبر په ۱۷مه په عربي اماراتو کې د ١٢ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې نن یې وروستۍ هغه ده.
د نيوزلېنډ کرکټ لوبډلې په خپل لومړي ګروپ کې د يوې ماتې په خوړلو نيمه پای لوبې ته لار وموندله چې په دغه لوبه کې يې انګلستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووتله.
دغه راز اسټرالیا بیا په خپل لومړي ګروپ کې د څلورو برياوو او يوې ماتې په خوړلو نيمه پای لوبې ته لار وموندله چې په نيمه پای لوبه کې یې پاکستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته يې ځان ورساوه.
ټاکل شوې ده نن د (نوامبر په ۱۴مه) یادې شوې دواړه لوبډلې پایه لوبه وکړي.
له دې مخکې د دغو دوو لوبډلو تر منځ ۱۴ شل اووريزې لوبې شوې چې ۹ يې اسټرالیا او ۵ نیوزلېنډ ګټلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP