کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د علومو اکاډمي نوی رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود نن معرفي شو او چارې يې رسما پيل کړې.
د افغانستان د چارو ادارې مرستيال او سرپرست شيخ الحديث نورالحق انور د علومو اکاډمي د نوي رئيس په توګه د شيخ الحدیث مولوي فريدالدين محمود د ټاکنې په اړه حکم ولوسته.
ده په خپلو خبرو کې وویل، حکومت په هېواد کې د علومو اکاډمي په مقام او ارزښت پوهېده او د همدې لپاره يې د چارو د پرمخ بېولو لپاره د هېواد يو مطرح علمي شخصيت محمود ورته ټاکلی دی.
هغه زياته کړه، اوسمهال چې په هېواد کې يوه نوې مرحله شروع شوې او اسلامي نظام راغلی، په کار ده چې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، اجتماعي، فکري او فرهنګي فعالیتونو لپاره مټې راونغاړو، ترڅو مو هېواد د سوکالۍ او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
د نوموړي په وينا، په دې لنډه موده کې چې په هېواد کې کوم ستر بدلون او تحول راغلی، دا د الله تعالی نصرت او نعمت دی چې د ټولو افغانانو لپاره ښه زېری او پیغام لري.
د افغانستان د علومو اکاډمي پخواني رئیس څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکیب وویل، د حکومت له مشرتابه څخه د ځان او د افغانستان د علومو اکاډمي د ټولو غړو په استازيتوب مننه کوي چې د علومو اکاډمي لپاره يې يو وړ، مناسب او له هره حيثه پاک شخص ته مسوولیت وسپاره، ځکه محمود د افغانستان د علومو اکاډمي په اداره کې له پخوا څخه کافي معلومات، پوهه او تجربه لري.
ده زياته کړه، دی د افغانستان د علومو اکاډمي د ټولو غړو له اړخه دوی ته ډاډ ورکوي چې د علومو اکاډمي ټول غړي به په پوره اخلاص او دیانت له دوی سره د پخوا په شان همکار وي او د علم او پوهې د پرمختګ لپاره به له دوی سره اوږه په اوږه کار وکړي.
هغه وايي: "ژمنه کوم چې د تل لپاره به د علماوو او پوهانو د خادم په توګه کار وکړم او د علومو اکاډمي د دې لوی علمي کور د سرلوړۍ لپاره به د مرګ تر ورځې خپلې هڅې جاري وساتم او د علومو اکاډمي د لوړتيا او پياوړتيا لپاره به کار کوم".
د شکیب په خبره، نن سبا چې علمي څېړنې له ډېر ارزښت او اهميت نه برخمنې دي او ټول سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز پرمختګونه د څېړنو پربنسټ پرمخ ځي، زموږ هېواد چې څلور لسيزې د اور په لمبو کې سوځېده او له دې امله زموږ د علمي څېړنيزو مرکزونو په شمول ټول بنسټونه زيانمن شوي وو، چې د هغو د بیارغونې لپاره څېړنو او اکاډميک کار ته ډېره اړتيا لیدل کېږي.
د علومو اکاډمي نوي رئيس شيخ الحديث مولوي فريدالدين محمود وويل، اوس چې افغانستان له کومو ستونزو سره مخامخ دی، پوهان او څېړونکي دې د هغو حل ته متوجه شي او حل لارې دې ورته ولټوي. موږ باید په هېواد کې د هر ډول بې دينۍ او کلتوري ښکېلاک په مقابل کې ودرېږو او ورسره مبارزه وکړو.
ده زياته کړه، په نړۍ کې هر انسان کوښښ او زيار باسي چې بریالیتوب ته ورسيږي، خو هر شخص او ډله د کامیابۍ لپاره خپل اصول او معيارونه لري، د مسلمان لپاره د بریالیتوب معیار د هغه خالق او پیداکوونکی ټاکلی او هغه دا ده چې له دوزخه ځان وساتي او جنت يې په نصیب شي، نو موږ ټولو ته په کار ده چې په همدې ډله کې ځانونه شامل کړو.
د سترې محکمې مرستيال شيخ قاسم وویل، دا چې اکاډمي د بېلا بېلو علومو په برخو کې څېړنې کوي او د فرهنګستان حيثیت لري، نو هیله ده چې په راتلونکي کې هم شپه او ورځ خپلو ټولو چارو او څېړنو کې له اخلاصه کار واخلي، ترڅو مو کارونه لا ډېر ګټور او اغېزمن شي.
ده د علومو اکاډمي له ټولو غړو وغوښتل چې له نوي مشرتابه سره د ټولو علمي او تحقیقي چارو د پرمخ بیولو لپاره د زړه له تله او اخلاصه کار واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP