ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د داعش پر پټنځایونو عملیاتو کې درې وسله وال او  دوه ملکي وګړي وژل شوي

کندهار کې د داعش پر پټنځایونو عملیاتو کې درې وسله وال او  دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
15 Nov 2021 - 16:57
کندهار کې د داعش پر پټنځایونو عملیاتو کې درې وسله وال او  دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
15 Nov 2021 - 16:57

کندهار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): د کندهار ښار په ځینو ناحیو کې تېره شپه او نن ورځ د داعش پر پټنځایونو عملیات شوي چې په پایله کې یې د دغې وسله والې ډلې درې وسله وال وژل شوي او اته نور نیول شوي دي.

د عملیاتو پر مهال دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

دغه عملیات د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند په حاجي عرب او المکه پلازې، د ۴مې امنیتي حوزې په ده خواجه او د ۹مې امنیتی حوزې په برېښنا کوټ سیمو کې شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو نن د کندهار ښار د ۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې یې درې وسله وال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د عملیاتو پر مهال دوه ملکي وګړي هم وژل شوي خو طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.

نوموړي په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.

دغه راز د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبوعاتي مسوول شمس صمیم پژواک ته وویل چې په دغو عملیاتو کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او اته نور ژوندي نیول شوي دي.

په پلان کې وه چې د کندهار امنیتي چارواکي نن مازدیګر په دې اړه یوې خبري غونډې ته معلومات ورکړي خو وروسته یې لغوه کړه.

بل خوا په کابل کې د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق هم ویلي چې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سيدال روغتون په سیمه کې درې داعش وسله وال وژل شوي او پټنځای یې له منځه وړل شوی دی.

دی زیاتوي، په عملياتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي خو طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.

د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې د ده خواجه سیمې یوه اوسېدونکي محمود پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې د پرله پسې ډزو غږونه اورېدلي خو معلومات نه لري چې څه پېښه وه.

دی زیاتوي، د ډزو تر څنګ طالبانو د تګ راتګ لارې هم تړلې وې.

په ورته توګه د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې یوه اوسېدونکی احمد هم وایي چې تېره شپه په دې سیمه کې تر یوه ساعت ډېره جګړه روانه وه خو نور معلومات نه لري چې جګړه له چا سره وه؟

په کندهار کې د اهل تشیع پر مسجد له برید پرته که څه هم د داعش فعالیتونه له دې وړاندې نه دي لیدل شوي خو اوسنیو نښتو خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، طالبان باید د داعش ډلې پر وړاندې پوره تدابیر ونیسي او دې ګواښ ته جدي پاملرنه وکړي.

دوی زیاتوي، که په وخت د داعش مخنیوی و نه شي، کېدای شي په راتلونکې کې په لوی ګواښ بدل شي او ملکي وګړو ته هم درانه زیانونه واړوي.

Views: 410

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.