ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماینونو او نا چاودېدلو مرمیو د اروزګان د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

ماینونو او نا چاودېدلو مرمیو د اروزګان د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

author avatar
16 Nov 2021 - 14:04
ماینونو او نا چاودېدلو مرمیو د اروزګان د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی
author avatar
16 Nov 2021 - 14:04

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): د اروزګان اوسېدونکي وايي، د مرکز او ولسوالیو په ګڼو سیمو کې د تېرو جګړو پر مهال خښ شوي ماینونه او نور چاودېدونکي توکي د دوی ژوند ګواښي.

دغه خلک چې کلونه یې سیمې د جګړې لومړۍ کرښې وې او اوس بېرته خپلو سیمو ته ور ګرځېدلي، له ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو شکایت کوي.

هغوی زیاتوي، ماینونه او نور ناچاوده توکي هره ورځ خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه ور اړوي، حکومت دې سیمې له دغو وژونکو توکو پاکې کړي.

د مرکز ترینکوټ د کوټوال سیمې اوسېدونکی جانان وايي، څو ورځې وړاندې د ماین چاودنې د هغه یو لمسی وواژه او بل یې ټپي کړ.

هغه زیاته کړه، دغه سیمه په تېر کې د جګړې کمربندي سیمه وه او چاودېدونکي توکي یې له کور سره نږدې په یوه بوشکه کې تر ځمکې لاندې خښ شوي وو چې د جګړې له وخته پاتې وو.

دی وايي، دا یوازې د ده کورنۍ نه ده چې د تېرې جګړې د ماینونو له امله قرباني کېږي، بلکې ګڼې کورنۍ له ورته ګواښ سره مخ دي.

نوموړی له حکومت څخه غواړي چې د دوی سیمې له ماینونو او د جګړې له پاتې شونو پاکې کړي.

دغه راز د ترینکوټ د چشمه میران سیمې اوسېدونکی عبدالمالک چې تېره اوونۍ د سرګلولې چاودنې د هغه د کورنۍ ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله، هم له حکومت څخه همدا غوښتنه لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، که د جګړې پاتې شونې او تر ځمکې لاندې خښ شوي ماینونه پاک نه شي نو د ده د کورنۍ په څېر به هره کورنۍ د غم پر ټغر ناسته وي.

له مرکز ترینکوټ ور ها خوا په نورو ولسوالیو کې هم خلک له دغې ستونزې کړېږي.

د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نسیم پژواک ته وویل، ګڼې هغه کورنۍ چې د جګړې پر مهال له خپلو کورونو او کلو وتلې وې او اوس بیرته ور ستنې شوې، د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د شتون له امله ډاډه ژوند نه شي کولای.

دی غوښتنه کوي چې ټولې هغه سیمې چې په تېر کې د جګړې لومړۍ کرښې وې، باید له ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو پاکې شي.

بل خوا د اروزګان اوسېدونکي بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به له ګواښ څخه ډکې سیمې پاکې شي.

د اروزګان والي حاجي دعوت چې تازه پر دې دنده ګومارل شوی وايي، د ماین پاکۍ له ټیمونو سره په اړیکه کې دی او له هغوی یې غوښتي چې کمربندي سیمې له ماینونو پاکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو اوونیو کې د اروزګان په بېلابېلو سیمو کې د تېرو جګړو پر مهال خښو شوو ماینونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.