کونړ (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): په کونړ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پيل شو چې په ترڅ کې به یې هغه ۴۱زره ماشومان هم واکسین شي چې په تېر کې د جګړو له امله ترې بې برخې وو.
چارواکي وايي، د دغه درې ورځني کمپاین په لړ کې- چې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې جومات په جومات ترسره کېږي- له پنځو کلونو د کم عمر ۱۹۲زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت امر محمد اسحاق پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو واکسیناسیون همدا نن پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دې موده کې به ټول ۱۹۲زره ماشومان واکسین شي، دغه راز ۱۷۳زره دغو ماشومانو ته به ویټامین اي/ Vitamin E ګولی هم ورکړل شي.
دی وايي، په دغه لړ کې به له اوږدې مودې وروسته هغه ۴۱زره ماشومان هم واکسین شي چې په تېر کې د جګړو له امله ترې بې برخې وو.
د ده په خبره، په تېرو کلونو کې د جګړو او نا امنیو له امله روغتیايي کارکوونکو نه شو کولای تر دغو ماشومانو واکسین ورسوي.
نوموړي وویل: ((په ټوله کې د کونړ د ۱۰ ولسوالیو چپه دره، ماڼوګي، وټه پور، سرکاڼو، مروره، شلتن، دانګام، نرنګ، څوکۍ او نور ګل ولسوالیو ۴۱ زره ماشومان د جګړو، ناامنیو او نورو مخالفتونو له امله له واکسین څخه بې برخې وو.))
د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر وايي، د واکسیناسیون کمپاین د ښه پلي کېدو په موخه یې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره ناستې کړي او له هغوی یې غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه ماشومانو د ژغورلو په موخه د واکسین په ښه تطبیق کې مرسته وکړي.
دی هم وايي چې اوسمهال د واکسین رضاکاران له هیڅ امنیتي ګواښ او خنډ سره مخ نه دي او کولای شي په ډاډه زړه په ټولو سیمو کې یو شان دغه کمپاین پلی کړي.
په کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په روان زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۳ پېښې ثبت شوي چې دوه په کندز او یوه په غزني کې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP