کابل(پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا په افغانستان کې د بشري حقونو د تأمین او افغانانو ته د مرستو رسېدو په اړه ځانګړې ناسته کوي.
د ملګرو ملتونو کابل څانګې پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه سبا افغانستان کې پر بشري حقونو او له دغه هېواد سره پر بشري مرستو خبرې کوي.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم په دغه ناسته کې ګډون کوي.
د افغانستان سرپرست حکومت له یادې ناستې هر کلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه ناسته به له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت د ستونزو په کمولو کې اغېزناکه وي.
د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني رسنیو ته ویلي، له دې ناستې یې تمه داده چې د امنیت شورا غړي به له افغانستان سره د متقابل درناوي په اساس نړیوالو اړیکو ته لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې، خو افغانستان کې وروستي کړکېچ ته په پام نړیوالې ټولنې له افغانستان سره شاوخوا د یو نیم میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP