Language

په کندوز ښار کې یو ډاکتر تښتول شوی

کندوز (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د کندوز ولایت سیمه ییز مسوولین وایي چې ناپېژاندو کسانو په کندوز ښار کې د جلدي ناروغیو یو متخصص ډاکتر تښتولی دی.

د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله روحاني نن (د لړم ۲۶مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جلدي ناروغیو یاد متخصص هوشنګ رستاقي تېر ماښام د کندوز ښار د رستاق اباد له سیمې تښتول شوی دی.

روحاني زیاته کړه چې امنیتي او کشفي ځواکونو د رستاقي د پیدا کولو او خوشي کولو لپاره پلټنه پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د هېواد په شمال کې د دې ډول پېښو په تړاو ځینې نیونې هم کړې دي.

Related Topics