Language

«د موبایل ځینې شمېرې د نظام بدنامولو لپاره ګواښوونکې ښودل کېږي»  

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰): ځینې سرچینې د موبایل شمېرې په ګوته کوي، ادعا کوي چې د ځینو کسانو په نښه کولو لپاره کارول کیږی، خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه ادعا ناسمه بولي، وایي چې ځینې کړۍ دا کار د نظام د بدنامولو لپاره کوي.

له افغانستانه د امریکايی وګړو او د هغوی د افغان همکارانو اېستلو یوې ادارې (Task Force Argo) پر خپلې ټوېټرپاڼې دغه شمېرې خپرې کړې دي. سرچینې لیکلي چې دغه شمېرې ګواښوونکې دي او که له لارې یې له چا سره اړیکه ونیول شوه، ځواب دې نه ورکوي.

د دغې سرچینې له خوا خپرې شوې شمېرې په لاندې ډول دي:

  • 0789362554
  • 0787871477
  • 0784952011
  • 0798726214
  • 0728172020
  • 74732501677+
  • 9102630326+
  • 202927025
  • 604272074
  • 0799794500
  • 0700229720
  • 0799151666
  • 0772222222

دغه راز یوې بلې سرچینې ادعا کړې چې له یادو شمېرو خبریالانو، مدني فعالانو او د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زنګونه وهل کیږي. سرچینه وایي چې دغه کسان بهر ته د بیولو په پلمه په نښه کیږي.

دغه سرچینه ادعا کوي چې یادې شمېرې د «طالبانو» دي.

د کریم الله په نوم یو کس پژواک ته وویل چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د شپې له خوا له یوې شمېرې زنګ ورغلی او ناپېژانده تن ورته ویلي چې که غواړي بهر ته ولاړ شي، خپل اړین سندونه دې ور ولېږي.

دی وايي:”خو ما ورته وویل چې زه نه ځم او بیا یي هیڅ اړیکه نه ده کړې.”

کریم الله وایي، هغه شمېره یې هېره ده چې له لارې یې له ده سره اړیکه نیول شوې ده.

دغه راز پژواک یادو شمېرو ته زنګ وکړ. له دې ډلې ځینې یې غلې وې، ځینو یې ځواب ورنه کړ، خو ځینو یې ځواب ورکړ او ویل یې چې شمېره یې خپله ده او دوی هیڅ نااشنا تن ته له خپلې شمېرې زنګ نه دی وهلی.

له دې ډلې یو تن د دې پوښتنې په ځواب کې چې له دې شمېرې خلکو ته زنګونه وهل کیږي او … وویل:«هر څوک چې وایي بد کوي. ته هم بیا په دې اړه ما ته زنګ ونه وهې.»

د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست ویاند خلیل همراز پژواک ته وویل چې په یادو شمېرو کې ځینې بهرنۍ دي او د افغانستان په حکومت پورې اړه نه لري، او دا ډول اوازې هغه کسان خپروي چې “د غرب لمنې ته ورتښتي” .

دی وایي، دغه کسان غواړي نظام بدنام کړي او ځان ته بهر کې د ژوند کولو جواز تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او حاکم نظام ټولو افغانانو ته دعوت ورکوي چې راشي او د نظام په ټینګښت کې خپله ونډه واخلي.

همراز زیاتوي:”هیڅوک دې نه وېریږي او په ډاډه زړه په خپل ګران هېواد کې اوسېدلی شي.”