ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د اکسېجن د تولید فابریکه جوړه شوه

نیمروز کې د اکسېجن د تولید فابریکه جوړه شوه

author avatar
21 Nov 2021 - 15:15
نیمروز کې د اکسېجن د تولید فابریکه جوړه شوه
author avatar
21 Nov 2021 - 15:15

زرنج (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): په نیمروز ولایت کې د څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اکسېجن د تولید لومړنۍ دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد خصوصي شرکت مسوول نذیراحمد نورزاد پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه دستګاه په ورځ کې د ۲۰۰ بالون اکسېجن د تولید وړتیا لري چې د دغه ولایت د اړمنو او ناروغانو اړتیا به ورسره پوره شي.»

نوموړي وویل، دغه فابریکه د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې جوړه شوې او هڅه کوي چې د یادې فابریکې د تولید وړتیا لوړه کړي.

نورزاد له حکومته غواړي څو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي او د هغوی د امنیت په برخه کې پاملرنه وکړي څو افغانستان پر ځان بسیا شي.

د نیمروز ولایتي روغتون یوه ډاکټر احمد ولي د یادې فابریکې د پرانیستې پر مهال وویل چې په پخوا ولایتي روغتون د اکسېجن د تولید له کمښت سر مخ و؛ ځکه یاد ولایت ته له ګاونډيو ولایتونو اکسېجن واردېده.

هغه زیاته کړه: «ځيني وخت به په روغتیایي مرکزونو کې د اکسېجن د کمښت له امله ناروغانو، په ځانګړي ډول کرونایي ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.»

نوموړي د یادې فابریکې جوړېدل نېک ګام وباله او هيله یې څرګنده کړه چې دغسې فابریکې، درمل او روغتیایي تجهیزات زیات شي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.