ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع له قومي مخورو سره ولیدل

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع له قومي مخورو سره ولیدل

author avatar
21 Nov 2021 - 17:46
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع له قومي مخورو سره ولیدل
author avatar
21 Nov 2021 - 17:46

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): د رییس الوزراء سیاسي مرستیال وايي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او نوی حکومت هڅه کوي چې ټولو افغانانو ته د خدمت زمینه برابره شي.

د حکومت ویاند انعام الله سمنګانی وايي چې نن ماسپښین د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د اهل تشیع له قومي مخورو سره ولیدل.

نوموړی زیاتوي چې د اهل تشیع قومي مشران چې د ډاکتر سید محمد علي جاوېد تر مشرۍ لاندې راغلي وو د «اسلامي امارت» د مبارکۍ ترڅنګ له دوی ملاتړ هم اعلان وکړ.

د ده په خبره، د رییس الوزراء سیاسي مرستیال دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ((افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او د اسلامي امارت غېږ د ټولو لپاره خلاصه ده، هڅه کوو چې ټولو وړ افغانانو ته د خدمت زمینه برابره کړو.))

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.