ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني والي: هيڅوک حق نه لري چې په خپلسر د خلکو کورونه وپلټي

د غزني والي: هيڅوک حق نه لري چې په خپلسر د خلکو کورونه وپلټي

author avatar
22 Nov 2021 - 17:31
د غزني والي: هيڅوک حق نه لري چې په خپلسر د خلکو کورونه وپلټي
author avatar
22 Nov 2021 - 17:31

غزني ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د غزني  والي وایي چې هیڅ طالب سرتېری حق نه لري په خپلسر د خلکو کورونه تالاشي کړي او يا هم خلک وځوروي.

د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده چې د طالبانو له ليکو د تصفیې کمېسیون له لوري په جوړه شوې غونډه کې يې خبرې کولې وویل چې يواځې استخبارات د راپور پر بنسټ د خلکو د کورونو د پلټلو حق لري.

ده زياته کړه: ((طالب سرتېري حق نه لري چې په خپلسر یو څوک وځوروي، ویې وهې او ویې ګواښي.))

دغه راز د تصفیې کمېسیون غړي حمدالله منصوري وويل چې زورواکي، د خلکو ځورونه، فساد، رشوت او په خپلسر د کورونو تالاشي کول په ټوليزه توګه ټول بند دي.

هغه وايي: ((که چا دغه کار وکړ موږ ورسره قانوني چلند کوو او ټول بايد په دغه برخه کې له موږ سره همکاره وي.))

همدارنګه د غزني ولایت د تصفیې کمېسیون مشر مولوي عبدالله غزنوي وويل چې یو شمېر کسان د طالبانو له نوم څخه په استفادې سره غيرقانوني کارونه ترسره کوي.

ده پر طالبانو غږ وکړ چې دغه ډول خلکو ته د فعاليت کولو اجازه ور نه کړي.

د يادونې ده، د تصفيې کمېسيون د دې لپاره جوړ شوى ترڅو د طالبانو له ليکو څخه مفسد او هغه کسان لرې کړي چې خلکو ته ستونزې جوړوي.

Views: 721

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.