Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ والي: د انسان تښتونې مخنيوی او د خلکو خونديتوب مو لومړيتوب دی

مزارشريف (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د بلخ ولايت ځايي مسوولين وايي چې دغه ولايت کې نور د انسان تښتوونکو او نورو مجرمينو لپاره ځای نشته او زياتوي چې پر وړاندې يې امنيتي ځواکونه جدي اقدامات کوي.

درې ورځې وړاندې په مزارشريف ښار کې د نادر عالمي په نوم د يوه ډاکټر جسد وموندل شو، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې تښتول شوی وو.

له هغه وروسته چارواکو وويل چې يو شمېر کسان يې په همدې تړاو نيولي او ياده قضيه يې تر تعقيب لاندې دې.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه هم د نادر عالمي کور ته د غمرازۍ لپاره ورغلی او ژمنه يې وکړه چې د اختطاف ياده قضيه به په هر اړخيز ډول وڅېړل شي.

د بلخ والي وايي، د انسان تښتوونکو او نورو مجرمينو مخنيوی او خلکو ته د ډاډمنې او خوندي فضا رامنځته کول د دوی لپاره لومړيتوب لري.

هغه زياتوي چې د اسلامي امارت مجاهدين شپه او ورځ هڅه کوي څو خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي او د پېښو مخنيوی وشي.

نوموړي وويل: ((هغه کسان چې امنيت خرابوي، په فساد لاس پورې کوي لکه انسان تښتوونکي او نور مجرمين، پر وړاندې يې زموږ ملګرو مجاهدينو جدي اقدامات پيل کړي او د پېښو مخنيوی زموږ مهم لومړيتوب دی)).

نوموړی وایي چې په تېرو څو ورځو کې دوه کسان بلخ کې د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي، چې په تړاو يې يو شمېر عاملين نيول شوي هم دي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قوماندانۍ يوه ويډيو رسنيو سره شريکه کړې چې يوه کاپي يې پژواک هم تر لاسه کړې، په کې ښکاري چې امنيتي ځواکونه يو تښتول شوی کس ازادوي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مولوي عبدالحی عابد وايي چې د حاجي محمد امين په نوم يو کس يې د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د هغه په وينا، د مجرمينو پر وړاندې يې عمليات چټک شوي دي.

هغه زياتوي چې په تېرو دوه اوونيو کې بلخ ولايت کې د اتو تنو انسان تښتوونکو او د هغوی د همکارانو په ګډون ۱۴ تنه مجرمين نيول شوي چې په بېلابېلو قضيو کې لاس لري.

د بلخ د امنيت امر زياته کړه چې نور په بلخ ولايت کې د مجرمينو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته او دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د جنايتکارانو پر وړاندې خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

۵۵ کلن محمد امين چې تازه د تښتوونکو له منګولو راخوشې شوی پژواک ته وويل، چې يوه اوونۍ د تښتوونکو په يوه زندان کې پروت وو.

هغه زياته کړه چې تښتوونکو يې له کورنۍ څخه د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

د تښتوونکو له منګولو راخوشې شوي محمد امين وويل: ((زه يې د خپل کور له مخې وتښتولم، بيا يې زما له کورنۍ څخه د پنځه لکه ډالرو غوښتنه کوله،زه يې په سمڅه کې چولی وم او د ژوندي پاتې کېدو هیڅ تمه مې نه درلوده.))

هغه د بلخ له حکومتي مسوولينو او امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې پر وخت يې اقدام وکړ او دی يې د تښتوونکو له بنده راخوشې کړ.

د مزارشريف اوسېدونکي د جنايي مجرمينو پر وړاندې د سيمه ييزو مسوولينو هڅې ستايي.

د مزارښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی محمد بشير پژواک ته وويل چې حکومت مسووليت لري څو د خلکو د سر او مال خونديتوب وکړي.

هغه زياته کړه که د انسان تښتوونکو او نورو مجرمينو مخه ونه نيول شي نو خلک به لا ډېر بې باوره شي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکي د بلخ ولايت د چارواکو وروستۍ هڅې وستايلې او د دوام غوښتنه يې وکړه.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني وايي چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه زياتوي چې امنيتي ارګانونه تعهد لري چې د جنايتکارانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.