Language

د اوبو او برېښنا وزیر: د دهلې بند د پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

کندهار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): مسوولین وايي، په کندهار کې د دهلې بند د پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ شوې او د ځينو نورو پروژو چارې به هم ورسره پيل شي.

که څه هم په کندهار کې د دهلې بند لوړولو سروې په تېر حکومت کې څو ځلې شوې وه او دغه راز پيسې هم ورته ځانګړې شوې وې خو دغه پروژه بیا هم له تطبیق څخه پاتې شوه.

د اوبو او برېښنا وزیر مولوي عبدالطیف منصور کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې له دغه بنده د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل، د دغه بند د لوړولو امکانات شته او حکومت هڅه کوي چې چارې یې ژر پيل شي.

هغه زیاته کړه، د دغه بند له لوړېدو سره به په بند کې ډېرې اوبه ذخیره شي او تر ډېره به د وچکالۍ مخه پرې ونيول شي.

پر همدې مهال د کندهار د سیندیزي حوزې ریاست یو فني کارمند توریالی محبوبي وایي، اسیايي بانک د دغه بند پروژې لپاره ۴۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز بند ته نږدې د ۶۴ کلیو د استملاک چارې، کندهار ښار ته د څښلو د اوبو نل لیکه هم د دې پروژې یوه برخه ده چې باید تطبیق شي.

ده وویل، دغه بند چې اوس مهال له رسوباتو ډک دی، باید ۱۲ متره لوړ شي څو ډېرې اوبو ذخیره کړي څو د کال په جریان کې د ولسوالیو ځمکې خړوبې کړي.

دغه راز کروندګر هم دا ښه زیری بولي او وایي، دغه بند چې چارې یې څو ځلې له خنډ سره مخ شوې نور باید ونه ځنډول شي.

د کندهار یو کروندګر رازمحمد وایي، د افغانستان لپاره د اوبو پایداره سرچینې اړینې دي؛ ځکه د کرنې سکټور د افغانستان روح بلل کېږي او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

د دهلې بند د کندهار ښار شمال ته په ٤٠ کیلومترۍ کې د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې په ۱۹۵۲ میلادي کال کې د امریکا له خوا جوړ شوی.

دغه بند چې پخوا یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ذخیره کولې، په دې ورستیو کې يې د ډېرو رسوباتو له امله ذخیره تر ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه راټيټه شوې ده.

Related Topics