کندهار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰) په کندهار کې د وچکالۍ او تېرو جګړو له امله د کبانو تر ٥٠ سلنه ډېر فارمونه تړل شوي او اوس ډېرى پاکستاني کباب راوړل کېږي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، تر تېر کال پورې په کندهار کې د کبانو شاوخوا ۱۸۳۲ فارمونه جوړ شوي وو چې ډېر یې اوس تړل شوي او کم شمېر يې پاتې دي.
هغه وایي، دا چې سږ کال وچکالي وه او ورسره جګړې وې نو ډېرو کسانو خپل فارمونه تړلي دي.
ده زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د کندهار د کبانو له فارمونو هر کال شاوخوا ۶۸۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه بازار ته وړاندې کېده خو سږ کال دا اندازه په بې سارې ډول کمه شوې ده.
دی وایي، هڅې روانې دي چې په راتلونکي پسرلي کې د کبانو فارمونه بېرته زیات شي.
په کندهار کې دا مهال د ماهیانو یو کیلوګرام له ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو پورې پلورل کېږي خو د پاکستاني کبانو بیه بیا ټيټه ده.
د کبانو د یوه فارم د خرڅلاو مسوول محمد ابراهیم پژواک ته وویل چې د کبانو د فارمونو کموالي يې پر کاروبار منفي اغېز کړی دى.
د هغه په خبره، که څه هم اوس مهال د پخوا په شان د جګړو ستونزې نشته خو وچکالي بیا هغه ستونزه ده چې د کبانو د فارمونو د پراختيا مخه يې نيولې.
د کبانو د یوه بل فارم مسوول صدیق الله وایي، مخکې یې د کبانو څلور فارمونه لرل خو اوس یوازې یو کوچنی فارم پاتې دی.
دی وایي، د کبانو روزنه مصارف غواړي خو هغه مصارف چې دوی پر یوه فارم کوي بیا یې د کبانو په پلور نه شي پوره کولای؛ ځکه یې فارمونه کم شوي دي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال لویه ستونزه د وچکالۍ او اوبو د کمښت ده؛ ځکه خو ډېرو کسانو فارمونه بند کړي دي.
دغه راز د کبانو یو پلورونکی اخترجان بیا وایي، دی په ښار کې د وطني کبانو ترڅنګ پاکستاني کبان هم پلوري خو کاوربار یې تر پخوا ډېر لوېدلی دی.
هغه وویل، په ټوله کې کاروبار کم شوى او ډېر کسان وزګار دي نو ځکه خلک کبان نه اخلي.
د کبانو ترڅنګ سږ کال په کندهار کې د چرګانو فارمونه هم ډېر کم شوي او ډېری چرګان له بهره را واردیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP