کابل (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰ ): د پاکستان تحصیلي بورسونو ته يوشمېر بريالي شوو افغان محصلينو په کابل کې د ياد هېواد سفارت له خوا د وېزې نه ورکړې په غبرګون کې اعتراضي لاريون وکړ.
دغه محصلين وايي چې له کابو دوو مياشتو راهيسې يې درسونه پيل شوي، خو د پاکستان سفارت تراوسه وېزې نه دي ورکړې.
یاد محصلین د دغې موضوع په اړه د لیندۍ په لومړۍ نېټه په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د اعتراض په توګه راټول او لاريون يې وکړ.
د لاریون پر مهال د افغان محصلینو استازي جهانزیب ویسا پژواک ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې هره ورځ د پاکستان سفارت ته د وېزې اخیستلو لپاره ورځي خو لا يې نه ده ورکړې.
هغه وویل چې له نږدې دوه میاشتو راهیسې یې درسونه پیل شوي، که وېزې ور نه کړل شي ښوونیز کال به یې ضایع شي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ ۱۵۰ محصلین یوو او د پاکستان له سفارت څخه غواړو چې زموږ د وېزو ستونزه حل کړي او موږ ته دې ژر تر ژره وېزې راکړي چې نور درسونه را څخه تېر نه شي.))
دی وایي چې د وېزو ستونزه یې وړمه ورځ د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې ده خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.
د لاریون یو بل کډونوال احسان الله په دې اړه پژواک ته وویل چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې یې درسونه پیل شوي، خو د وېزو نه شتون له امله ترې پاتې دي.
هغه وویل: (( کله چې د پاکستان سفارت ته ورشو راته وایي چې تاسو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې وکړئ تر څو هغوی ستاسو ستونزه حل کړي.))
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزه دې د پاکستان سفارت له چارواکو سره شریکه او حل کړي.
لاریون کوونکو دغه راز د خپل اعتراض په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې په پاکستان کې د پوهنتونونو درسونه شپږ اوونۍ مخکې پیل شوي، خو لا هم بورسونو ته بريالي شوي محصلین په افغانستان کې له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
همدارنګه په پرېکړه لیک کې له افغان حکومت څخه غوښتل شوي چې د دوی د وېزو ستونزې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP