کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ۱۴۰۰): حکومت د دوو وزارتونو لپاره سرپرست وزيران، او پاتې يو شمېر نورو وزارتونو، خپلواکو ملکي او پوځي ادارو او قول اردوګانو لپاره نوي سرپرستان پر دندو وګومارل.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه ټاکنې د حکومت د مشرتابه د فرمان پر اساس شوي دي.
نوي ټاکل شوي سرپرست وزيرانو او چارواکي په لاندې ډول دي:
مولوي شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه
ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه
حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه
مولوي شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
مولوي عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
مولوي حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه
شيخ عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه
مولوي قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه
مولوي عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه
مولوي محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه
ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه
مولوي کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه
مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه
مولوي ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه
شيخ مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه
مولوي سعید احمد شهيد خېل د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه
مولوي عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د مرستیال په توګه
مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي مرستيال په توګه
حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د مرستيال په توګه
مولوي سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د مرستيال په توګه
مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه
حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه
مولوي عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولنې د مرستیال په توګه
مولوي رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه
مولوي عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه
حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه
مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه په دندو ټاکل شوي دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP