ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سور صلیب: افغانستان کې د لوږې د مخنیوي لپاره باید د نغدو پیسو استولو لارې وموندل شي

سور صلیب: افغانستان کې د لوږې د مخنیوي لپاره باید د نغدو پیسو استولو لارې وموندل شي

author avatar
23 Nov 2021 - 18:21
سور صلیب: افغانستان کې د لوږې د مخنیوي لپاره باید د نغدو پیسو استولو لارې وموندل شي
author avatar
23 Nov 2021 - 18:21

کابل (پژواک، ۲ ليندۍ ۱۴۰۰): د سره صليب نړیواله کمېټه وايي، پر افغانستان لګېدلو اقتصادي بندیزونو پراخ کړاو رامنځته کړی او په دې هېواد کې د لوږې د مخنیوي لپاره باید د نغدو پیسو استولو لارې وموندل شي.

د راپورونو له مخې، د سره صليب د نړیوالې کمېټې د اوپراتيفي چارو مشر دومېنيک ستېلهارت له مرسته ورکوونکو هېوادونو غوښتي چې د سختې خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره دې افغانستان ته د پيسو استولو لارې ومومي.

دغه راز راپورونه ښیي چې دومېنيک نن د افغانستان د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم په کابل کې کتلي دي.

هغه ويلي چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې يې ماشومان ليدلي چې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان وو.

د ده په وینا، د یادې کمېټې د یوه پلان له مخې به د افغانستان له ۱۸ مهمو روغتونونو سره مالي او تخنیکي مرستې وشي.

هغه ویلي چې دا پلان د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره دی، چې له مخې به یې د نږدې پنځه زره کارکوونکو د تنخواګانو او نورو لګښتونو ورکړه په کې شامله وي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.