کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۰): ځینو عربي رسنیو خبر ورکړی چې په کابل کې به د سعودي سفارت ډېر ژر بېرته پرانيستل شي.
د راپورونو پر اساس، د سعودي عربستان حکومت له درې میاشتني ځنډ وروسته په کابل کې د سفارت بېرته پرانيستلو ارزونه کوي.
«۹عربي ټلوېزیون» راپور ورکړی چې په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت له پرانيستلو او له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلولو وروسته، د ریاض چارواکو هم له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو پرېکړه کړې ده.
په یاد راپور کې راغلي چې په کابل کې به د سعودي سفارت بېرته ژر پرانيستل شي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې متحده عربي اماراتو هم په کابل کې خپل سفارت بیا پرانيست.
دغه راز تېره اوونۍ د جرمني «اېن ټي وي» هم خبر ورکړی و چې برلین غواړي له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو امکانات وڅېړي او په دې تړاو افغانستان ته خپل سفیر واستوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، بهرنیو ډیپلوماتانو ته په هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې په دغه هېواد کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن