کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): یوه افغان چارواکي په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو پیل مهم بللی او ویلي یې دي چې په دې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو پر ټینګښت، د دوحې د ژمنو پر عملي کولو او د افغانستان د پانګې ازادولو په اړه خبرې وشي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې راتلونکې اوونۍ به په قطر کې له «طالبانو» سره خبرې بیا پیل شي او د دغو خبرو مشري به د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ پر غاړه وي.
د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني له امریکایي لوري سره د مذاکراتو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې خبرو کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي.
نوموړي دغه مذاکرات د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل او زیاته یې کړه: «په دې مذکراتو کې به پر درېیو موضوعاتو لکه د دواړو خواوو له لوري د دوحې تړون د ژمنو پر پلې کولو، د افغانستان د بانکي زېرمو پر ازادولو- چې دا زموږ د هېواد د اقتصاد لپاره خورا مهمې دي- او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو ډیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو پر ښه والي خبرې کېږي.»
امریکایي چارواکو دغه راز ویلي: «دواړه لوري د مهمو ملي ګټو په اړه چې د اسلامي دولت (داعش) ترهګرې ډلې پر وړاندې عملیات، بشري مرستې، د افغانستان اقتصادي ستونزې او د امریکايي اتباعو او هغو افغانانو خوندي ایستل په کې شامل دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکا سره کار کړی دی.»
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.