ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سفارت: د تورخم له لارې تر ۸ کلونو کم عمره ماشومان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د تګ اجازه لري

سفارت: د تورخم له لارې تر ۸ کلونو کم عمره ماشومان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د تګ اجازه لري

author avatar
24 Nov 2021 - 19:11
سفارت: د تورخم له لارې تر ۸ کلونو کم عمره ماشومان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د تګ اجازه لري
author avatar
24 Nov 2021 - 19:11

کابل (پژواک ۳ لیندۍ ۱۴۰۰): په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، تردې وروسته د تورخم له لارې تر ۸ کلونو کم عمره ماشومان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

سرچينې دغه مطلب نن (چهارشنبه) ناوخته په خپلې فېسبوک پاڼه کې خپور کړی دی.

سرچينې دغه راز زياته کړې چې تر دې وړاندې پاکستاني لوري له یو کال کم عمر ماشومانو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تورخم له لارې د تګ اجازه نه ورکوله.

سرچينه کاږي، همدا راز دواړو لورو هوکړه وکړه چې هره ورځ به ۱۰۰ افغان ناروغانو ته هم له اسنادو پرته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

سرچينه وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ په برخه کې د لا نورو اسانتیاو لپاره هڅې روانې دي.

خو په کابل کې د پاکستان سفارت يوې سرچينې، پژواک ته وويل چې له تورخم څخه هيڅ ناروغ له اسنادو پرته د تګ اجازه نه لري او د پخوا په څېر به يې طبي راپور او ويزه کتل کېږي او تر هغه وروسته به پاکستان ته د تللو اجازه ورکول کېږي.

ده زياته کړه، دوی يواځې بيړنيو ناروغانو ته ژر ويزه ورکولای شي.

Views: 316

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.