Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې ناپېژاندو وسله والو څلورو دیني عالمانو ته مرګ ژوبله اړولې

محمودراقي (پژواک، ۳ لیندۍ ۱۴۰۰): د کاپیسا مرکز کې ناپېژاندو وسله والو برید کې دوه دیني عالمان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کاپیسا د اطلاعات او کلتور رییس مولوي کریم الله وثیق وايي چې دغه پښه نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د کاپیسا مرکز اړوند ریګروان سیمه کې داسې مهال رامنځته شوې چې د دیني مدرسې څلور کسان کورونو ته روان وو.

د ده په خبره، په دغه وسله وال برید کې د امام اعظم دارالعلوم امر مولوي روح الله حنیف یار او د دې مدرسې استاد مولوي بشیراحمد مولوي زاده وژل شوي او دوه نور دیني عالمان ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونه د پېښې د عاملینو پیدا کولو هڅې کوي.

دغه راز د امام اعظم دارالعلوم د امر روح الله حنیف یار ورور نعمت الله حنیف یار دغه پېښه تاییدوي او وايي چې ورور یې له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.

د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.