Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«مخکني حکومت د کورنیو چارو وزارت بایومټریک سیستم خراب کړی او معلومات یې له ځان سره وړي»

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د پاسپورټ ریاست عمومي رییس په ۱۰ ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش د پیلېدو خبر ورکوي او وايي، مخکني حکومت او بهرنیانو د سیسټمونو د تخریب ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت بایومټریک معلومات هم له ځان سره وړي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست عالم ګل حقاني نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک معلومات او سیستمونه د مخکني حکومت او بهرنیانو له خوا له منځته تللي دي.

نوموړی وايي: ((بهرنیانو او مخکني حکومت د بایومټریک ماشینونو د تخریب ترڅنګ بایومټریک معلومات هم له ځان سره وړي دي.))

نوموړي پر پاسپورټ ریاست د داعش ډلې ګواښ بې اساسه وباله او ویې ویل، د دوی ځواکونه د مراجعینو د بشپړ امنیت ساتلو لپاره تیار دي.

سبا په لسو ولایتونو کې د دغه ریاست فعالیت بېرته پیل شي

حقاني وايي چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په لارښوونه سر له سبا په کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکنډي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان بېرته پیلېږي.

نوموړی وايي چې د دغه ریاست څانګې به د مراجعینو پر مخ خلاصې وي.

خو هغه وویل، اوس مهال په کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بند شوی او کابل کې د دغه ریاست د فعالېدو په اړه خبرونه اوازه ده.

نوموړي په یاد ولایت کې د پاسپورټونو د وېش د پیلېدو نېټه روښانه نه کړه خو ویې ویل، په کابل کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر په پیلېدو سره انلاین نوم لیکنه هم فعالېږي.

پاسپورټ ریاست ته نوي وسایل پېرل کېږي

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست بهیر کې د دغه ریاست لًپاره د وسایلو د پېر خبر ورکړ او ویې ویل، پېرل شوي وسایل به په نږدې راتلونکي کې هېواد ته وارد شي، وروسته به په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر بیا پیل شي.

هغه په دې اړه چې ماشینونه په کوم هېواد کې پېرل کېږي، معلومات ور نه کړل خو هیله مندي یې څرګنده کړه چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو به د ماشینونو پېر ته اړتیا نه وي.

هغه د پاسپورټ د ۶۰ کمېشن کارانو نیولو ته په اشاره وايي، یادو کسانو له خلکو د پاسپورټ اخیستو په بدل کې ډېرې پیسې اخیستې.

نوموړي د کمېشن کارانو پر وړاندې مبارزه ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د پاسپورټ اخیستو لپاره دې کمېشن کارانو ته پیسې نه ورکوي.

حقاني په قانوني ډول د پاسپورټ پر اخیستو ټینګار وکړ او ویې ویل، خلکو ته اسانیاوې برابرې شوې او د صادرې شوې پرېکړې له مخې دې پاسپورټ ترلاسه کړي.

د یادونې ده، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د پاسپورټونو وېش بهیر بند شوی و، خو د روان کال د زمري په ۱۳مه کابل کې بېرته پیل شو او وروسته په اوو ولایتونو کې هم فعال شو.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست د لړم په ۲۵ مه اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو له امله کابل کې تر نامعلومې مودې د پاسپورټونو وېش بند شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.