جلال اباد (پژواک، ۴ ليندۍ ۱۴۰۰): يوه باوري امنيتي سرچينه وايي چې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې درې داعش وسله وال د خپل ماين چاودنه کې وژل شوي او يو بل ټپي دی.
چاودنه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند زنګويي سيمه کې شوې ده.
یوې باوري سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل، نن سهار د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند زنګويي سیمه کې په یوه ریکشا کې ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي دي او ښار کې يې پر کوم ځای د بريد پلان درلود، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې پرې چاودنه شوې ده.
بلخوا د ننګرهار یوې روغتيايي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ویلي چې د یادې چاودنې له ځایه یې روغتون ته یو تن ټپي چې داعش پورې اړه لري راوړل شوی دی.
داعش وسله والې ډلې او د ننګرهار ولايتي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.