کندهار (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د کندهار سپين بولدک ولسوالي ډیورنډ کرښې ته څېرمه يوه لويه سوداګريزه ولسوالي ده چې د افغانستان ډېری صادرات او واردات له همدې لارې کېږي.
د دې ولسوالۍ د وېش په بازار چې د سپین بولدک – چمن دروازې ته څېرمه پروت دی، ډېری کسان په کې بهرني استعمالي توکي لکه بخارۍ، ټلوېزیونونه، کمپیوټر، د موټرو پرزې او نور بېلابېل توکي پلوري.
له دغه بازاره د افغانستان نورو ولایتونو او دغه راز پاکستان ته هم دغه توکي وړل کېږي، خو په دې وروستیو کې دغه کاروبار په بې سارې ډول لوېدلی دی.
د دغه بازار یو هټۍ وال حکمت الله وایي چې په دې وروستيو کې يې کاروبار خراب شوی دی.
هغه وايي چې پخوا به یې په ورځ کې له درې تر څلور سوه زره افغانیو پورې توکي پلورل خو اوس د دېرش زره افغانیو توکي هم نه شي پلورلاى.
دی وایي، په مجموع کې د نورو کارونو ولاړ حالت د دوی پر کاروبار هم بد اغېز کړی او هغه کسان چې پخوا به یې د درې یا څلور سوه زره افغانیو توکي پېرل، اوس د سل زره افغانیو توکي هم نه وړي.
په دغه بازار کې یو بل کس د برېښنايي توکو پلورونکی صلاح الدین وایي، د نوي نظام په راتګ سره یې کارونه تر ډېره ټکني شوي دي.
د هغه په خبره، د دوی ډېری توکي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وړل کېدل خو دا چې اوس پر دروازه تګ راتګ ستونزمن شوی نو خلک دغه توکي نه شي وړلای.
د دغه بازار نور هټۍ وال بیا وایي، دا چې سوداګر د پخوا په څېر له بانکونو ډېرې پيسې نه شي ترلاسه کولای نو دې چارې هم د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی.
یو بل هټۍ وال شریف الله وایي، که چېرې سوداګریزې چارې پراخې شي او له بانکونو د لږ اندازه پيسو ترلاسه کولو محدودیت لرې شي، کېدای شي د دوی کاروبار هم ورسره ښه شي.
بلخوا یو شمېر کسان بیا خوشبین دي چې د جګړو له درېدو سره به یې کاروبار ښه شي او تمه لري چې د سوداګریزو چارو په مخ کې پرتې ستونزې د مسوولینو له خوا حل او له منځه ولاړې شي.
د سپين بولدک په سوداګریز بازار کې د برېښنايي توکو یو پلورونکی عتیق الله وایي، که څه هم اوس کاروبار لوېدلی خو هغه کسان چې پخوا له لرو پرتو سیمو یا ولایتونو نه شوای راتلای، اوس کولای شي له دغه بازاره توکي وپېري چې دې چارې دوی د کاروبار ښه کولو ته هیله من کړي دي.
دی وایي، مسوولین باید د سپین بولدک- چمن ترمنځ د دروازې ستونزه په دایمي ډول حل کړي، دا موضوع هم د دوی پر کاروبار لوی اغېز لري.
خو بل لور ته حکومتي مسوولينو تر دې وړاندې په وار وار ويلي چې حکومت نوى دى، ځينې ستونزې به موجودې وي خو د وخت په تېرېدو سره به دا هر څه بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
سپین بولدک د کندهار یوه له مهمو او سوداګریزو ولسوالیو ده چې تر ډېره د افغانستان واردات او صادرات هم له همدې لارې کېږي خو د سپين بولدک او چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه پرته دروازه اکثره وخت د پاکستاني ځواکونو له لوري د سوداګرو او عامو خلکو پر مخ تړل کېږي چې هغوی ته ګڼې ستونزې جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP