لښکرګاه (پژواک، ٥ ليندۍ ١٤٠٠): د هلمند په سوېلي ولسوالۍ بهرامچه کې د يوې ديني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
د يادې مدرسې د چارو د پيل پرمهال د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب وويل چې دغه مدرسه د بهرامچې ولسوالۍ په بي بي جاني سيمه کې جوړيږي.
هغه وايي: ((دغه مدرسه شهداءصالحین نوميږي او په دغه سيمه کې تر ډېره بلوڅان ژوند کوي.))
دغه راز د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس حافظ رشيد هلمندي پژواک ته وويل چې د يادې مدرسې د جوړولو لګښت د ولايتي ادارې له لوري ورکول کيږي.
ده وويل چې د اوس لپاره د يادې مدرسې د چارو د پيل په موخه درې سوه زره افغانۍ د والي له لوري ورکول شوې دي.
د يادونې ده چې بهرامچه د هلمند ولايت سوېل کې پرته سيمه ده چې مخکې په دېشو ولسوالۍ پورې اړوند وه، خو د طالبانو په راتګ سره خپلواکه ولسوالۍ اعلان شوې.
Views: 190
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن