کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ١٤٠٠): د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي چې په تېر يو کال کې په افغانستان کې له ٥،٥ ميليونو څخه ډېر کسان له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان په دې تړاو پرون يو راپور خپور کړى دى.
په دغه راپور کې راغلي چې یوازې په روان ۲۰۲۱ میلادي کې په افغانستان کې څه باندې نیم میلیون کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان همدارنګه زیاته کړې چې په افغانستان کې بېځایه شوو کورنیو ته د بشري مرستو رسول د دوی په لومړیتوب کې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د روانې نومبر میاشتې له ۱۱ نېټې څخه بیا د همدې میاشې تر ۲۱ پورې د دغه سازمان له خوا ۹۳۹۱۷ اړمنو افغانانو ته بشري مرستې رسول شوې دي.
همدارنګه د مهاجرت سازمان ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱،۱۴۶،۷۵۰ بې اسناده افغان کډوال بېرته له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.
د راپور له مخې، په یاده موده کې له ایران څخه ۱۱۲۷۶۰۷بې اسناده افغانان او له پاکستان څخه ۱۹۱۴۳ بې اسناده افغانان بېرته ايستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې د جګړو زیاتېدو له امله د ګڼو کورنیو د بېځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د یادو کډوالو له ډلې څخه یو شمېر د کابل تر څنګ د ځینو نورو ولایتونو مرکزونو ته هم بې ځايه شوي دي.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن