Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکیې سفیر: ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

کابل (پژواک، ۶ لیندۍ ۱۴۰۰): د ترکیې سفیر وايي، د هېواد پانګوال يې په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي چې یو شمېر به یې په راتلونکې اوونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي.

د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سفیر جهاد ارګین دغه څرګندونې د ریاسة الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره نن په سپیدار ماڼۍ کې په کتنه کې کړې دي.

د ترکیې سفیر وویل: ((موږ د سرې میاشتې له لوري افغان کډوالو او بېځایه شویو ته مرستې رسولې او د مرستو یاده لړۍ لا هم دوام لري.))

نوموړي د تیکا مؤسسې د فعالیتونو د دوام په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل، ترکیه له کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته کوي؛ همداراز به په کندهار او هرات ولایتونو او کجکي ولسوالۍ کې د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویلوي، دوام وکړي.

د ریاسة الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان او ترکیې مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل او زیاته یې کړه، چې ترکیه تل د متحد افغانستان غوښتونکې ده.

د ده په وينا، افغانستان د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د ترکیې مرستو او همکاریو ته اړ دی او موږ غواړو ترکیه په افغانستان کې لا زیاته پانګونه وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ د لازیاتې مرستې غوښتونکی شو او زیاته یې کړه، هغه ښځې چې په بېلابېلو ادارو لکه پاسپورټ ریاست، هوایي ډګر او د روغتیا سکتور په برخو او په اکثره ولایتونو کې د نجونو په ښوونځیو کې کار کوي، فعالې دي.

دغه راز به د نوې تعلیمي طرحې په بشپړولو سره په راتلونکي کال کې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.