Language

نن د سرو زرو بیې نږدې ۱۳سلنه لوړې شوې او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه راټیټ شوی دی

کابل (پژواک،۶ لیندۍ ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د درې سلنه کمېدو تر څنګ، د عربي سرو زرو، غوړو او بورې بیه لوړه شوې، خو د مایع ګازو او پټرولو بیې ټیټې شوې دي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۹۶.۲ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۵۲۰ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۲۹مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۹۳ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۵ افغانۍ بدلېدې.

د پولي خدمتونو یوه صراف حاجي ګوهري، په دې اړه چې ولې د بهرنیو اسعاور په ځانګړي ډول د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی، وویل: «د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدل درې اصلي لاملونه لري؛ لومړی د افغانستان د پیسو کنګل کېدل، په هېواد کې خراب سیاسي وضعیت او درېیم دا چې مرکزي بانک به مخکې د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره په اوونۍ کې له ۳۰ تر ۴۰ میلیونو ډالرو یا تر دې ډېر بازار ته وړاندې کول، خو اوس نه وړاندې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له ټيټېدو وروسته مرکزي بانک اعلان وکړ چې ۳۰ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي.

په ورته مهال د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې غړی سيد پروېز هم د حاجي ګوهري له ګوهري سره ورته نظر لري او وایي: «که اسلامي امارت د ښځو د زده کړو مخه ونه نیسي، زه په ضمانت سره وایم چې نړیواله ټولنه به یې ملاتړ وکړي، مرستې به بیا پیل شي او د افغانستان د پیسو زېرمې به له کنګل کېدو خلاصې شي چې په دې صورت کې به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه او افغانۍ به بېرته خپل عادي حال ته راشي،»

دغه اندېښنه داسې مهال مطرح کېږي چې د سرپرست حکومت مسوولین هڅه کوي چې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نن په قطر کې د سرپرست حکومت د چارواکو او امریکا ترمنځ بیا خبرې پیل شوې چې د افغانستان د پولي زېرمو د ازادېدو، د نړیوالې ټولنې له خوا د واکمن حکومت په رسمیت پېژندلو، له افغانستان سره د نړۍ د مرستو پیل او له داعش سره د مبارزې په اړه به پکې خبرې وشي.

د پټرولو بیه ۲.۵سلنه رالوېدلې

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه لېتر پټرولو بیه له ۷۸ نه ۷۶افغانیو ته راټیټه شوې؛ خو یو لېتر ډیزل لکه تېره شنبې په ۷۱ افغانۍ پلورل کېږي.

د هغه په خبره، د پټرولو بیه د هغه د وارداتو د زیاتوالي او په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیې راټیټوالي له امله په کابل کې هم د پټرولو بیه رالوېدلې ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله نن د یو کیلو ګرام اوبلن ګاز بیه له ۹۰ څخه ۸۵افغانۍ ته راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې په نړیوالو بازارونو کې د ګازو بیې رالوېدو له امله، د کابل په بازارونو کې هم د هغه بیه راټیټه شوې ده.

په کابل ښار کې د خواراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د تېرې شنبې په نسبت، نن په عمده ډول د ۴۹کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۸۵۰ نه ۲۸۹۰ افغانۍ ته پورته شوې ده.

نوموړی وایي چې د امریکایي ډالر د ارزښت لوړېدو له امله د بورې په ګډون د ځینو وارداتي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

صافي وویل چې نن هم لکه ۷ ورځې وړاندې په عمده ډول ۴۹کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ،  ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۶۰۰افغانۍ، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغه توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۲۶۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه ۱۳.۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۴۵۰ افغانیو څخه ۴۳۰۰ افغانیو  او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۰۰ نه ۳۴۵۰  افغانیو او  ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره اړیکه لري.