فیروزکوه (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰): په غور کې ځایي سرچینو د غور د شهرک ولسوالۍ د مخکني جنایي امر د وژلو په شک د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د غور د شهرک ولسوالۍ پخوانی جنایي امر نصیر احمد وکیل زاده دوه شپې مخکې د وسله والو له خوا د خپلې کورنۍ په مخ کې ووژل شو.
د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست پژواک خبري اژانس ته وویل: «د وژلو قضیه حقیقت لري خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه قتل چا کړی، د اسلامي امارت مجاهدینو د یادې پېښې په تړاو یو کس نیولی دی.»
هغه وایي، نیول شوی کس دا مهال تر څېړنې لاندې دی او هڅه کېږي چې یاده قضیه روښانه او ټول عاملین یې ونیول شي او مجازات شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP