Language

د کونړ ۱۴ ولسوالیو ته نوي ولسوالان او امنیه قوماندانان معرفي شول

اسعداباد(پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د کونړ ولایت مقام د چارو د ښه والي په موخه د یوې ناستې پرمهال مسوولینو ته د دغه ولایت ۱۴ ولسوالیو ته نوي ولسوالان او امنیي قوماندانان ور معرفي کړل.

د کونړ چارواکي وایي چې له بشپړې ارزونې وروسته یې ولس ته د ښو خدمتونو په موخه د شریعي مصلحتونو په رڼا کې د دغه ولایت ۱۴ ولسوالیو ته نوي کسان د ولسوالانو او امنیي قوماندانانو په توګه وروپېژندل.

د کونړ والي محمد قاسم خالد د لیندۍ په ۷ مه پژواک سره خبرو کې وویل چې نوي ټاکل شوي ولسوالان او د امنیې قوماندانان به د حکومت د پالیسۍ په تطبیق او د اسلامي لارښوونو په په رڼا کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه تمه ښیي چې نوي ګومارل شوي مسوولین به د قانون په حاکمیت، فساد، وسلو او لرګیو قاچاقو او جنایي جرمنو سره د مبارزې او امنیت تامین کې ګټور ثابت شي .

والي زیاتوي: ((نویو ټاکل شویو ولسوالانو او امنیې قوماندانانو ته مو دنده سپارلې چې له ولس سره ښې او پیاوړې اړیکې ټینګې وساتي او د خلکو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي ،حق حقدار ته وسپاري او د عدالت د تامین لپاره هڅې وکړي.))

د کونړ اوسېدوونکي بیا ټینګار کوي چې د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو باید حکومت په هغو ولسوالیو کې چې عدلي او قضایي ارګانونه یې غیرې فعال دي ژر فعال کړي او د خدماتو دروازې یي د ولس پرمخ خلاصې کړي.

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي عطالله پژواک ته وویل، کلونه وړاندې چې د پخواني حکومت پرمهال د کونړ په اداري تشکیلاتو کې د شلتن ولسوالي د یوه رسمي واحد په توګه پېژندل شوې تر اوسه په کې عدلي او قضایي څانګې غیرې فعالې دي.

نوموړي وویل: ((د کلونو راهیسې زموږ د ولسوالۍ تشکیلات نیمګړي پاتې دي ،زیات ځلې د شلتن ولسوالۍ د خلکو حقوقي، مدني او جنایي مسایلو ته د شیګل په ولسوالۍ کې رسېدنه کیږي.))

د کونړ چارواکي بیا ډاډ څرګندوي چې ژر به د ټولو ادارو تشکیلات پوره او وړ کسان به پر دندو وګومارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.