ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج ښاریان: نیمروز کې دې د ایراني تومان د چلښت مخه ونیول شي

د زرنج ښاریان: نیمروز کې دې د ایراني تومان د چلښت مخه ونیول شي

author avatar
29 Nov 2021 - 15:57
د زرنج ښاریان: نیمروز کې دې د ایراني تومان د چلښت مخه ونیول شي
author avatar
29 Nov 2021 - 15:57

زرنج (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د نیمروز د مرکز زرنج ځیني ښاریان په دغه ولایت کې د ورځنیو معاملاتو پر مهال د ایراني تومانو پر کارونې اندېښنه ښودلې او له حکومته یې غوښتي څو د دې ستونزې مخنیوی وکړي.

هغوی په ورځنیو معاملاتو کې د تومان کارېدو اصلي لامل پر بانکونو محدویت په ګوته کوي.

د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط وروسته امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه او نړیوالې مرستې ودرېدې.

د یادونې ده، د سقوط په لومړیو ورځو کې د ټولو دولتي ادارو په ګډون بانکونه او د اسعارو مارکېټونه وتړل شول، خو له څه مودې وروسته د نوي حکومت له خوا د ځینو محدودیتونو په لګولو سره بانکونو خپل فعالیت بېرته پیل کړ.

د لګول شوو محدودیتونو له مخې پېرودونکي له بانکونو په اوونۍ کې له ۴۰۰ ډالر یا ۳۰زره افغانیو ډېرې پیسې نه شي ایستلای.

د زرنج ښاریان په داسې حال کې چې پر بانکونو د محدویتونو لرې کولو غوښتنه کوي، په ورځنیو معاملو کې د تومان له چلښته شکایت لري.

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي الله داد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ډېر پخوا په دغه ولایت کې په معاملاتو کې له تومانه استفاده کېده او دا کار اوس هم دوام لري.

هغه زیاتوي: «په کورنیو کې زموږ زامن تومان ښه پېژني، خو له بده مرغه افغانۍ چې زموږ خپلې دي، نه پېژني، له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې په نیمروز کې د تومان د چلښت مخه ونیسي.»

د نوموړي په باور، پر بانکونو محدودیت له ایراني تومانو د استفادې ډېرېدو لامل شوی دی.

د زرنج ښار یوه بل اوسېدونکي سید نورالله پژواک ته وویل، د زرنج ښار په بازارونو کې ټولې مالي معاملې په تومان ترسره کېږي.

د هغه په خبره، نیمروز له ایران سره ګډه پوله لري او ډېری توکي چې د دغه ولایت په بازارونو کې پلورل کېږي، له ایرانه واردېږي، له همدې امله ډېری خلک له تومان څخه استفاده کوي.

هغه په داسې حال کې چې په یاد ولایت کې د تومان د چلښت د مخنیوي غوښتنه وکړه، زیاته کړه: ((دا لومړی ځل نه دی، دا ستونزه له پخوا وه، خو اوس ډېره شوې؛ ځکه چې بانکونو محدودیت لګولی، سوداګرو ته کمې پیسې ورکوي.»

د زرنج ښار یوه هټۍ وال جان اقا پژواک ته وویل: «د نیمروز ډېری سوداګر او هټۍ وال تاوان کوي؛ ځکه چې په بازار کې ۹۵ سلنه پېر او پلور په تومان دي، موږ خپل ټول اجناس د کابل، کندهاراو د نورو ولایتونو له بازارونو په افغانیو پیرو او دلته یې په تومان پلورو.»

دی وایي، که پر بانکونو لګول شوي محدودیتونو لرې شي، ممکن له تومان نه استفاده کمه شي.

په نیمروز کې د پژواک خبریال هڅه وکړه څو په یاد ولایت کې د یوه حکومت چاروکي نظر هم ولري، خو هغوی ځواب ورکولو ته حاضر نه شول.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.