چاریکار (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لار چې د هېواد پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونو سره تړي، نن سهار د واورې اورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مطبوعاتي مسوول سمیع الله ولیزاده وايي چې د واورې اندازه په شمالي سالنګ کې ۴۰ ساتني متره او په سوېلي سالنګ کې ۱۵ ساتني متره ده، شاوخوا ۲۵ کیلومتره سړک یخک شوی او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هم د واورې اورښت اټکل شوی دی.
هغه وویل، له همدې امله د مسافرو د ځان خوندیتوب لپاره یاده لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست له سړکه د واورې پاکول پیل کړي دي.