ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي»

«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي»

author avatar
29 Nov 2021 - 17:56
«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي»
author avatar
29 Nov 2021 - 17:56

کابل (پژواک،۸  لیندۍ ۱۴۰۰): «د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې» له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د ښځو د کار، زده کړو او تحصیل مخه ونه نیسي، له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملینو ته دې جزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد کابل کې یوې ناستې ته وویل چې راتلونکی کال به د نجونو ښوونیز او تحصیلي مرکزونه خلاص شي، هغو ښځو ته چې د کار توان لري په حکومتي ادارو کې د کار زمینه برابرېږي.

«د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې» له ښځو سره د تاوتریخوالی د منعې ۱۶ ورځنی کمپاین نن کابل ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.

د دې ناستې د ګډونوالو له خوا په برابر شوي پرېکړه لیک کې راغلي: ((سږ کال دغه کمپاین په داسې شرایطو کې نمانځل کېږي چې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی، ډېری کورنیو خپلې دندې له لاسه ورکړې، نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه بې برخې شوې، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي، کورني تاوتریخوالي د بل هر وخت په پرتله ډېر شوي دي.))

سرچینه زیاتوي: ((موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې افغانستان کې د دغه پرېکړه لیک د ګټو له تطبیق جدي څارنه وکړي، دا مناسبه نه ده چې په دې بحراني شرایطو کې یاد پرېکړه لیک له پامه وغورځول شي، ټولې ښځې په دې نړیوال سند کې له شته حقونو بې برخې پاتې شي.))

په پرېکړه لیک کې زیاته شوې: ((موږ په ټولو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعاملاتو کې د اسلام د مبارک دین او هېواد د نافذه قوانینو په اساس د هغو نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې چې افغانستان ترې الحاق شوی د ښځو د رول ژوندي کېدو او ښځو حقونو غوښتنه کوو، له نړیوالې ټولنې غواړو چې له موږ سره د دې پر حق داعیې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.))

سرچینه کاږي: ((د افغانستان له اسلامي امارت غواړو چې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ فعالې کړي.))

سرچینې زیاته کړې: ((له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرېدل د اسلامي شریعت له احکامو، بشري حقونو د قوانینو او اسنادو اړوند د عامه پوهاوي په ځانګړې توګه د ښځو په عامه پوهاوي پورې تړلي دي.))

پرېکړه لیک کې راغلي: ((موږ له ټولو هېوادوالو، دیني عالمانو، مدني فعالینو او رسنیو غواړو چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هر اړخیزه مبارزه وکړي او په دې برخه کې خپل ارزښتمن رول ترسره کړي، په ځانګړې توګه له خصوصي او دولتي رسنیو غواړو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، توپیري چلند او ځورونې اړوند عامه پوهاوي پروګرامونه خپاره کړي.))

د پرېکړه لیک په حواله: ((د ښځو بې سوادي او پوهاوی نه لرل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ستر لاملونه دي، موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، د کورنیو تاوتریخوالو او نجونو د پلور مخه ونیسي او په اسلام کې د ښځو الګو ته په پام ښځو ته د سیاسي مشارکت زمینه برابره کړي.))

سرچینې لیکلي: ((له بده مرغه مخکې له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېر عاملین په یو ډول توانېدلي چې له عدالت او قانون څخه وتښتي، دغه موضوع له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرېدو لامل شوې ده.))

د پرېکړه لیک په پای کې راغلي: ((موږ د هېواد له کشفي، عدلي او قضايي ارګانونو غواړو څو ټول هغه کسان چې له ښځو سره تاوتریخوالي کې ښکېل دي محکمې ته وسپاري او د اسلامي شریعت او قانون د اصولو مطابق جزا ورکړي.))

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې مرستیالې عابدې مجیدي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((اسلام ښځو ته د انساني کرامت حق ورکړی، ښځې هم حق لري چې د نارینه وو په څېر کار وکړي، که سیاست، سوداګرۍ یا بله هره برخه کې وي، د ښځې شخصیت او عزت اسلامي کې ساتلی دی، موږ ټول باید پوه شو او هڅه وکړو چې ښځو ته درناوی ولرو، ښځې باید له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار وکړي.))

هغې زیاته کړه، ټول خلک باید د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي د له منځه وړلو برخه کې سره یو شي، کورنیو او ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د بي بي عایشې صدیقې دارالعلوم استادې دیبا مژګان په دې مراسمو کې وویل: ((نن په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې ورځې نمانځنه کوو چې له بده مرغه اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی، بېلا بېل لاملونه لري، موږ ټول شاهدان یو او د رسنیو له لارې وینو او اورو.))

هغې زیاته کړه: ((زموږ هېواد هم له دې پدیدې په امن نه دی، تاوتریخوالي بېلا بېل لاملونه لري، زموږ هېواد کې یې اساسي لامل ناپوهي او جهل دی، د سواد کچې کموالی او ټيټېدل دي، موږ له هغو حقونو نه یو خبر چې اسلام او شریعت روښانه کړي دي.))

نوموړې هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.