Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وثیق: اماراتو پر غني او نورو پخوانیو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وایي، متحده عربي اماراتو د پخواني ولسمشر غني په ګډون د تېر حکومت پر هغو لوړپوړو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی چې دا مهال په اماراتو کې اوسېږي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره یو شمېر نور پخواني چارواکي د روان کال د زمري په ۲۴مه له هېواده ووتل او وروسته کابل طالبانو ونیو. غني او ځیني نور پخواني افغان چارواکي دا مهال په متحده عربي اماراتو کې مېشت دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «متحده عرب اماراتو د اشرف غني ادارې پر ټولو هغو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی چي په دوبۍ او نورو ښارونو کې اوسېږي.»

ده لیکلي چې په دغه محدودیت کې اشرف غني، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور او د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب هم شامل دي.

محمد اشرف غني او متحده عربي اماراتو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.