Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کام ایر نن بهرنیو هېوادونو ته سوداګریزې الوتنې پیلوي

کابل (پژواک،۱۰ لیندۍ ۱۴۰۰): کام ایر هوایي شرکت، بهرنیو هېوادونو ته سوداګریزې الوتنې پیلوي او نن لومړنۍ الوتنه له کابل څخه دوبۍ ته کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې او خصوصي سکټور د هڅو په پایله کې، بهرنیو هېوادونو ته د کام ایر هوايې شرکت سوداګریزې الوتنې پیل شوې.

سرچینې لیکلي چې د کام ایر لومړنۍ سوداګریزه الوتنه به نن له کابل څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته ترسره شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په پام کې ده چې کام ایر نورو بهرنیو هېوادونو ته هم الوتنې پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د هېواد د سوداګرۍ پراختیا په ځانګړې توګه، د صادراتو او خلکو ته د چوپړ وړاندی کولو په برخه کې، د یو افغاني خصوصي شرکت بهرنیو هېوادونو ته الوتنې یو اړین ګام بولي او ستاینه يې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.