ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده

د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده

author avatar
2 Dec 2021 - 11:40
د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده
author avatar
2 Dec 2021 - 11:40

زرنج (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰): په نيمروز کې د افغان او ايراني پوله ساتونکو ترمنځ جګړه چې پرون مازدیګر رامنځته شوې وه، د دواړو لورو په همغږۍ کنټرول شوه او پاى ته رسېدلې ده.

د ځينو رسنيو د راپورونو له مخې، دغه نښته تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شوې ده.

د افغانستان د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: «د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د افغان او ايراني پوله ساتونکو تر منځ په سيمه ييزه کچه ناسم پوهاوی رامنځته شوی و چې اوس د دواړو لورو په همغږۍ وضعیت کنټرول شوی دی. د دې غلط فهمۍ د مخنیوي او څېړنې په موخه د اسلامي امارت مسوولینو لازم هدایت ورکړی دی.”

په ورته مهال په کابل کې د ایران سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له قوله په ټویټر کې لیکلي: «نن مازدیګر د سیستان په سرحدي سیمه کې د پوله ساتونکو ترمنځ اختلاف د دواړو خواو له لوري په ډزو بدل شو چې د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو په همغږۍ سره پای ته رسېدلی دی.»

که څه هم سرچينو تر اوسه د پېښې د اصلي لامل په اړه جزئيات نه دي ورکړي؛ خو د نيمروز اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه، چې ايراني پوله ساتونکو يو افغان موټر چلوونکى وواهه.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.