ښرنه (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰): د پکتیکا د ډيلې خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي وچکالۍ سخت ځپلي چې د څښاک اوبو لپاره ژورو څاه ګانو او نورو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا د دغه ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د څښاک اوبو ژورې څاه ګانې جوړوي.
د ډيلې خوشامند ولسوالۍ قومي مشر داد محمد پژواک خبري اژانس ته وو، دغه ولسوالي له یوې خوا تېر شل کاله په هره برخه کې له پامه لوېدلې وه او له بلې خوا په دې وروستیو کې وچکالۍ هم سختې ځپلې ده.
هغه زیاته کړه، د وچکالۍ له امله د ولسوالۍ ټول کارېزونه او چینې وچ شوي، تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۴۰ متره ټيټه شوې او هر څوک نه شي کولای د څښاک اوبو ته لاسرسی ولري.
دی غوښتنه کوي چې حکومت دې خلکو ته د څښاک اوبو اسانتیا برابرولو ترڅنګ د بېړنیو مرستو لپاره اقدام وکړي؛ ځکه خلک په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
د يادې ولسوالۍ بل قومي مشر نعمت وايي، حکومتي چارواکو ژمنه ورسره کړې وه چې د څښاک اوبو ژورې څاه ګانې به وهي او په غربت ځپلو کورنیو به مرستې وېشي خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.
دی زیاتوي، د تېر په څېر دې دغه ولسوالي له پامه نه لوېږي، بلکې خلکو ته یې باید ځانګړې پاملرنه وشي.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس د دې ولسوالۍ له قومي مشرانو په دې تړاو په جوړه شوې ناسته کې وویل چې له مرستندویو ټولنو سره پر خبرو بوخت دی څو دغې ولسوالۍ ته بشري مرستې ورسوي.
هغه زیاته کړه، وچکالۍ ټول هېواد ځپلی او دوی هڅه کوي له دې امله د اغېزمن شوو لاسنیوی وکړي.
دی ډاډ ورکړ چې له خپلو امکاناتو په کار اخیستو به د ولسوالۍ لپاره د څښاک اوبو څاه ګانې جوړې کړي.
پکتیکا د هېواد له هغو غرنیو ولایتونو دی چې د ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي یې له بېلابېلو ستونزو کړېږي او په دې وروستیو کې وچکالۍ هم ځپلي دي.
Views: 176
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن