ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ځمکو د غصب پر وړاندې جدي اقدامات پیل شوي

خوست کې د ځمکو د غصب پر وړاندې جدي اقدامات پیل شوي

author avatar
2 Dec 2021 - 17:32
خوست کې د ځمکو د غصب پر وړاندې جدي اقدامات پیل شوي
author avatar
2 Dec 2021 - 17:32

خوست ښار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته په خوست کې د ځمکو د غصب پر وړاندې جدي اقدامات پيل شوي دي.

پژواک د روانې لېندۍ مياشتې په ۷مه نېټه راپور نشر کړی و چې په خوست کې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې زرو کسانو- چې ځايي زورواکي هم په کې شامل دي- د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.

د همدغه راپور له خپرېدو وروسته د خوست ښاروالۍ رياست په خوست ښار او اطرافو کې د غصب شوو ځمکو پر خلاف عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې يو شمېر خپلسرې جوړې شوې ودانۍ ړنګې شوې دي.

د همدغو عملياتو په دوام نن «پنجشنبه، د لېندۍ ۱۱مه» د‌ خوست ښار په څلورمه او شپږمه ناحيو کې د ښاروالۍ له خوا هغه خپلسرې جوړې شوې ودانۍ چې د ښاروالۍ پلانونو تطبیق مخه یې نيولې وه، ړنګې شوې.

د خوست ښاروالۍ چار سمبالي قاري بسم الله بلال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څلورمې ناحيې په لومړي ګذر کې د حکیم تڼیوال جادې پر مسیر هغه کورونه چې د یادې جادې یوه برخه سړک يې غصب کړی و او عامه لاره يې له تېرو شلو کلونو را په دېخوا د تګ راتګ پر مخ بنده کړې وه، پرې اجراات ترسره شول.

ده زياته کړه، د دغو اجرااو په ترڅ کې د یادو کورونو یوه برخه ړنګه شوه او د همدې ناحیې په دویم ګذر کې د شنو ساحو په نوم غصب شوې ساحې هم له منځه یووړل شوې.

نوموړي همدا شان وویل چې د شپږمې ناحيې لومړي ګذر اړوند B پروژې د ګمرک شا ته ساحه کې خپلسري جوړ کړل شوي کورونه هم ړنګ شول چې تازه يې ځمکه غصب کړې وه.

د هغه په وينا، د سیمې پخوانیو اوسېدونکو ته د سړې هوا او را روان ژمي پر اساس درې میاشتې وخت ورکړل شو، څو د ژمي په پای ته رسېدو سره یاده ساحه تخلیه کړي.

دی زياتوي: ((هغه چا چې دولتي ځمکې غصب کړې او د ښاروالۍ د رغنیزو او پراختیايي پلانونو مخه يې نيولې، په هيڅ صورت نه پرېښودل کېږي او پر وړاندې يې جدي اقدامات پیل شوي او دا چاره به دوام لري. له دغه اقدام وړاندې د یادې ساحو اوسېدونکو ته څوـ څو ځلې سپارښتنې شوې وې، څو غیر قانوني ودانیزو کړنو ته د پای ټکی کېږدي او بیا هم ټولو ښاریانو ته جدي لارښوونه کېږي چې عامه ځایونو کې له خپلسریو ډډه وکړي او دغه ځایونه پرېږدي، څو د پلانونو مطابق ترې استفاده وشي.))

بل پلو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د ځمکو د غصب په اړه د پژواک د‌ نشر شوي راپور په اړه خوښي وښوده.

نوموړي وويل چې نوی حکومت، په ځانګړي ډول د خوست ولايتي اداره د دولتي ځمکو د غصب په اړه ځانګړي احکام صادر کړي، په مرکز او ولايتونو کې کارونه روان دي.

ده زياته کړه چې د‌ پژواک راپور له خپرېدو وروسته د خوست ښاروالۍ رياست له نورو دولتي ارګانونو سره په ګډه په خوست ښار او اطرافو کې له غاصبينو ځينې ځمکې نيولې او غاصبين يې شړلي دي.

هغه وايي: ((دا پروګرام به په تدريجي شکل د خوست ولايت ټولو برخو ته غځېږي، ان شاءالله. خو دا چې دا به څومره وخت نيسي، په دې مورد دقيق معلومات نشته، البته په دې اړه په زور او شور سره کار روان دی.))

که څه هم په خوست کې د ښار جوړونې او د ځمکو خپلواکه اداره يا اراضي د ټولو غصب شوو ځمکو په اړه دقیق ارقام په لاس کې نه لري، خو د ځينو راپورونو له مخې، په دغه ولایت کې تر څلوېښت زره «۴۰۰۰۰» جریبو زیاته دولتي ځمکه غصب شوې ده.

دغه غصب شوې ځمکې د کرنې او مالدارۍ رياست، ښار او کور جوړونې رياست او نورو دولتي ادارو پورې اړوند دي چې په بېلابېلو وختونو کې غصب شوې دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.