ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان دې د انګور اډې لار د ټولو مسافرو پر مخ خلاصه کړي

پاکستان دې د انګور اډې لار د ټولو مسافرو پر مخ خلاصه کړي

author avatar
4 Dec 2021 - 17:13
پاکستان دې د انګور اډې لار د ټولو مسافرو پر مخ خلاصه کړي
author avatar
4 Dec 2021 - 17:13

ښرنه (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د پکتیکا ولایت اوسېدونکي پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د انګور اډې لار دې ټولو مسافرو ته خلاصه کړي او هغوی دې په یو او بل نوم نه ځوروي.

بلخوا چارواکي وايي، له پاکستاني چارواکو سره پر دې ستونزې خبرې کوي چې تر راتلونکو څو ورځو به هواره شي.

د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جلات خان پژواک خبري اژانس ته وویل، درې ورځې کېږي انګور اډې ته راغلی څو پاکستان ته لاړ شي خو د دغه هېواد ملېشې د مخکې تګ اجازه نه ورکوي.

دی زیاتوي، پاکستانۍ ملېشې مسافر په یوه او بل نوم ځوروي، هغوی چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي په سخته یخنۍ کې انتظار کړي دي.

نوموړی پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د افغانانو ستونزې درک کړي، له هغوی سره دې بد چلند نه کوي او د تګ اجازه دې ورکړل شي.

دی وايي، په مسافرو کې ډېری هغه کسان دي چې غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.

د لوګر اوسېدونکی داوود هم له هغو کسانو دی چې غواړي د انګور اډې له لارې پاکستان ته لاړ شي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په ورځو- ورځو یې انتظار کړی خو دغه هېواد ته د تګ اجازه یې نه ده تر لاسه کړې.

ده زیاته کړه، له ډېرو خلکو سره د لارې خرڅ او کرایه خلاص شوي، افغان چارواکي دې له پاکستاني چارواکو سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړې.

په انګور اډه کې د سرحدي ځواکونو مشر مولوي سعد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، له پاکستاني لوري سره د دې ستونزې پر حل خبرې شوې او هغوی ژمنه ورکړې چې تر درېیو ورځو به لار خلاصوي.

هغه زیاته کړه، دوی پر دغه لار د ټولو مسافرو، ناروغانو او د کرښې د دواړو غاړو د اوسېدونکو ستونزې له هغوی سره شریکې کړي چې دوی ته یې د ژر هواري ډاډ ورکړل شوی دی.

د پاکستان د خېبر پښتونخوا اړوند د پېښو کور کمانډر فیض حمید چې دې سیمې ته یې سفر کړی و، له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د انګور اډې لار د ټولو مسافرو پر مخ خلاصه شي.

د یادونې ده، له دې وړاندې پر دغه لار یوازې بار وړونکو موټرونو او د واڼه سیمې شناختي کارټ لرونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېدله.

خو اوس پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې پر دغه لار به ناروغانو او نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکوي.

Views: 342

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.