کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان مېرمنو د حقونو په اړه د نوي فرمان هرکلی کړی دی.
رهبرۍ مقام پرون د (لېندۍ ۱۲مه) د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې مسوولو مراجعو ته لارښوونه شوې څو د جبري ودونو، په بدو کې د ښځو ورکول او میراث ته د ښځو نه لاسرسي په مخنیوي کې دې لازم اقدامات وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د لېندۍ په ۱۲مه په خپل یوه ټویټ کې د میراث او واده د حق په اړه د یاد فرمان هرکلی کړی دی.
خو هغه ټينګار کړی چې د افغانستان د ټولنې په هره برخه کې باید د ښځو د حقونو، لکه زده کړې، کار، سیاست او د بیان ازادي خوندیتوب لپاره کار وشي.
دا په داسې حال کې چې د یاد حکم صادرېدو په تعقیب د پژواک په یوه راپور کې د ښځو ځینو فعالینو ویلي چې په دغه فرمان کې باید د زده کړو او د ښځو د کار د حقونو په اړه هم یادونه شوې وای.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP