کندوز ښار (پژواک، ١٥ لېندۍ ١٤٠٠): په کندوز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ له لوري له ٧٧٠ کورنيو سره نغدي مرستې ترسره شوې.
د کندوز د کډوالو چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي په دې تړاو رسنيو ته وويل چې د يادو کورنيو سروې پخوا ترسره شوې او نن ورسره مرستې و شوې.
ده وويل چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډالو چارو کمېشنرۍ له لوري له ٧٧٠ کورنيو سره ترسره شوې.
هغه زياته کړه چې له هرې کورنۍ سره ٥٠٠ امريکايي ډالره مرسته شوې، ترڅو د ژمي په موسم کې خپلې اړينې اړتياوې پرې پوره کړي.
د مرستو اخيستوونکو کسانو له ډلې ملکې پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او د وروستيو جګړو له امله بې ځايه شوي دي.
هغې وويل: ((موږ له دوی څخه مننه کوو چې له موږ سره یې مرستې ترسره کړې سخته اړتيا مو ورته درلوده.))
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې له بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو سره د مرستو کولو لړۍ پيل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP