کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرېکړه کړې چې د افغانستان، میانمار او وینزویلا هېوادونو په څوکیو کې دې د دغو هېوادونو مخکني استازي پاتې شي.
په نیویارک کې د افغانستان د دایمي استازي له دفتره په یوه ټویټ کې راغلي چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې نن د رایو په اکثریت سره دا پرېکړه تصویب شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د دې پریکړې له مخې به د ملګرو ملتونو ۷۶مه کلنۍ غونډه کې به هم غلام محمد اسحاقزی د افغانستان استازیتوب کوي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه کړې وه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو حکومت ته نه ورکول کیږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP